د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د انټرنیټي غلا په باب د سي ای اې رپوت رد کړ


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا استخباراتو مرکزي ادارې [سي ای اې] پر هغو اټکلونو نیوکې کړې چې ګواکې روسیې د هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ ویلي، ډیموکراټان دا ادعا په انتخاباتو کې د هیلري کلینټن د ماتې لپاره د یوې بلې پلمې په توګه کاروي.

"فکر کوم دا د خندا وړ یوه مسئله ده. زما په فکر دا یوه بله پلمه ده. زه نه پوهېږم چې ولې دې نتیجې ته رسېدلي دي. تاسو پوهیږئ چې هغوی د هر څه په اړه خبرې کوي. هره اوونی یوه نوې پلمه لټوي. موږ په انتخاباتي کالجونو کې یوه ټول-اړخېزه او ستره کامیابي درلوده."

منتخب ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا په کانګرس کې په دې اړه چې د روسيې د انټرنېټي بریدونو په اړه باید ژور پلټنې وشي، غوښتنې زیاتې شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله وویل شول چې دوی زیات باور لري چې د انټرېنيټي نړۍ روسيو بریدګرو [هېکرانو] نه یوازې د امریکا ډیموکراټ ګوند سازمانونه او مشران په نښه کړي بلکې په خپله مېرمن هیلري کلینټن ته يې هم ضربه رسولې ده.

ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې دا ادعا بې اساسه بللې او ویلي چې دا د ډیموکراټانو یوه بله بهانه ده چې دی پرې باور نه لري.

XS
SM
MD
LG