د لاسرسي ځای

د پاکستان سپریم کورټ وېلي دي د پاناما اسنادو په اړه د کېس اورېدنه به د راتلونکي کال د جنورۍ نه بيا له سره پېلوي.

د زيارت پر ورځ د کېس اوريدنې پر وخت د سپريم کورټ ستر قاضي (چيف جسټس) وويل چې د کار موده يې پاي ته په رسېدو ده او عدالتي رخصتۍ يې هم شورو کيږي نو ځکه کېس ځنډوي او د دې لپاره به د ججانو نوې ډله ((بېنچ)) هم ټاکلې کيږي.

چیف جسټس انور ظهیر جمالي ووېل د پاناما اسنادو پلټنو لپاره د عدالتي کمیشن جوړولو وړنديز ښه دی چې دارنګ د کېس اورېدنه په ښه توګه ترسره شي.

د ده په خبره دوي غواړي چې ټول دليلونه واوريدل شي او د هغې په رڼه کې بيا فصله وشي.

د پاکستان تحریک انصاف وکیل نعیم بخاري د دليلونو ورکولو پر وخت وويل که دغه کمېشن جوړ شو نو دوي به يې بايکاټ کوي خو حکومتي وکیل بيا ويلي دي چې حکومت د عدالت هره فېصله مني.

د پانامه اسنادو په اړه له عدالتي کاروايې وروستو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له رسنېو سره په خېرو کې وويل چې دوي غواړي د کېس فېصله زر تر زره وشي.

نوموړي زياته کړه((موږ هيله لرو چې د جنورۍ په وړومبۍ اونۍ کې به د کېس اوريدنه وشي))

بلخوا د حکومتي ګوند غړې انوشه رحمان وېلي دي چې که عدالت خپله کېس فېصله کوي او که کمیشن ورله جوړوي ، دواړه لارې دوي ته د منلو وړ دي.

بلخوا د جماعت اسلامي امیر سراج الحق وېلي دي که عدالت خپله رخصتي د قامي ګټې لپاره ځنډولې وې نو دا به ښه وی.

د پاکستان ځنې سياستوال تور پورې کوي چې په دې وروستېو کې د پانامه قانوني بنسټ څخه افشا شوي دستاويزات ښيې چې د پاکستاني وزيراعظم اولادونوله ټېکس څخه د بچ کېدو لپاره په بهر ملک کې کمپنيانې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG