د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ۷۰ کلونو د فاټا ولس حقونه وهل شوي'


د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي دي د قبایلي سیمو ولس له ۷۰ کالو راهیسې له خپلو حقونو محرومه ساتل شوي دي نو اوس د پاکستان وفاقي حکومت فېصله کړې چې دوي ته خپل پوره پوره حقونه ورکړي اوچې د فاټا د پارلیمان غړي هم په پارلیمان کې د خپل ولس لپاره قانون سازي وکړي.

د زیارت ماښام په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادربلوڅ وویل حکومت د فاټا اصلاحاتي رپورټ او د ولس د رایو په اساس فیصله کړې چې په قبایلي سیمو کې راتلونکې کال بلدیاتي انتخابات وکړي.

د نوموړي په وینا حکومت دا هم فیصله هم کړې چې د راتلونکې کال تر پایه به د قبایلي سیمو ټول بې کوره کړل شوي وګړي خپلو کورونو ته ستنوي او په دې لړ کې په جوړه شوې منصوبه کې حکومت په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې ورکړل شوي تجویزنه هم شامل کړي دي.

(د قبایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو سپارښتنې هم راغلي او د دې په اساس مو دا فیصله کړې چې فاټا دې له خېبرپښتونخوا کې ضم کړل شي. او تر څو چې د اېف سي ار خبره ده نو هغه به موږ په رواج اېکټ کې بدلوو او بله دا چې ۸۳ فيصده بې کوره کړل شوي خلک خپلو کورونو ته تللي دي او ۱۷ فيصده پاتې دي او موږ دا هم ویلي چې بلدیاتي انتخابات دې د ۲۰۱۷ کال تر پایه وکړل شي.)

د فاټا پخواني مېډیا ډایریکټر جنرل او تجزیه کار شاه زمان د فاټا اصلاحاتو په اړه وویل چې قبایل په خېبر پښتونخوا کې شامیلېدل غواړي نو پکار ده چې په دې عمل کې له ځنډه کار وا-نخلي:

(د پښتونخوا او د قبایلو ترمینځ یو عارضي پوله جوړه کړې شوې د فرنګیانو له وخته ، اوس که دغه پوله ترې له مینځه یوړل شي نو زه فکر کوم چې دا به یوه مضبوطه صوبه جوړه شي، دوی ته به په مرکز کې هم زیات حقونه ورکړل کېږي نو که قبایل په قامي بهیر کې شامل کړل شي نو ډېره ګټه به ورته ورسي او چې د کومو خلکو په صوبه کې په نه ورګډولو کې ګټه وي نو هغه خلک خو به يي خامخه لار نیسي خو دغه خلک دومره نه دي د دوي شمېره ډېره کمه ده.)

په دې موقه عبدالقادربلوڅ وویل له سېنېټه تر منظورۍ وروستو به اوس فاټا سپارښتنې وفاقي کابینې ته وړاندې کول کېږي او په دې اصلاحاتو ورسره د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزي سربېره د ټولو سیاسي ګوندونو مشران متفق دي.

XS
SM
MD
LG