دا الوتکه د چارشبنې په ورځ له چتراله اسلام اباد ته د پرواز پر مهال د اېبټ اباد په حویلیا سیمه کې د حادثې ښکار شو چې پکې د چارواکو په وینا د وژل شویو پنځه کسانو پیژندګلو شوي او نور د ډي این اې ټیسټ لپاره اسلام اباد ته وړل کېږي. په وژل شویو کې درې بهرنیان هم شامل دي.
د چارشنبې یا شورو پر ماښام د اسلام اباد په هوايي ډګر کې یوې خبري غونډې ته د پي ای اې چیرمېن اعظم سهګل وویل:
(( زما په خیال په دې پېښه کې انساني غلطي نه ښکاري خو بیا هم د وجوهاتو معلومولو لپاره به یې تحقیقات کېږي چې پکې به د هېواد بېلا بېلې ادارې برخه اخلي او د هغې وروسته به موږ ویلي شو چې دا پېښه ولې او څنګه رامنځ ته شوه.))
په وژل شویو کسانو کې د پاکستان مشهور سندرغاړی او نعت خوان جنید جمشید هم شامل دی.