د لاسرسي ځای

د نړۍ هوايي ټرافیکي پېښې


له چتراله و اسلام اباده ته تلونکې د پي ای اې الوتکه د دسمبر په اتمه نېټه د ایبټ اباد غرنۍ سیمه کې ولوېدله

د وخت له تېرېدو سره په نړۍ کې هوايي سفر خوندي شوی دی. که څه هم خلک  اوس د پخوا په نسبت په هوا کې زیات سفر کوي خو د هوایي حادثو شمېر او په ځاني نقصان کې کمی شوی دی.

دغه ګراف ښايي چې د ۱۹۴۲م کال راهیسې تر ټولو زیاتې هوايي ټرافیکي پېښې په ۱۹۷۰مو کې شوی وې. د ایوي اېشن سیفټي نیټ ورک او د نړیوال بېنک له معلوماتو سره سم په دغه وخت کې تر اتیاو زیاتې ټرافیکي پېښې ریکارډ شوي دي چې پکې اوښتی ځاني زیان تر ۲۰۰۰ کسانو زیات دي.

​دغه ګراف ښيي چې له ۲۰۱۰م کاله تر ۲۰۱۶م کاله د هوايي ټرافیکي پېښو شمېر له شلو او د سر زیان تر ۵۰۰ کسانو کم دی.

له معلوماتو سره سم د ۱۹۴۵ کال راهیسې تر ټولو زیاتې هوايي ټرافیکي پېښې په امریکا کې شوي دي. دغه شمېر ۷۹۴ دی. په دوهم نمبر روس دی چې هلته ۵۱۴ هوايي حادثې ریکارډ شوي دي. په دریم نمبر برازیل دی چې دغه شمېر هلته ۱۸۷ دی. د هېوادونو په فهرست کې کولمبیا، بریتانیا، کېنېډا، فرانس، انډونیشیا، میکسیکو، هند، چین، اټلي، اوکراین، وینیزوېلا، بولیویا، جرمني، کانګو.، پیرو، فلپاین، سپین، اسټرالیا، پاپوا نیوګیني، ارجنټینا، قازقستان شامل دي.

امریکا، چین، بریتانیا، جرمني، جاپان، ایرلینډ، برازیل، هند، ترکي او انډونیشیا په نمبر هغه هېوادونه دي چېرته چې هوايي سفر ډېر کیږي. په دې کې امریکا په سر کې ده چې په ۲۰۱۵ م کال کې ۸۰۰ میلیون کسانو پکې هوايي سفر کړی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG