د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوندونه د پاناما کېس پلټنو لپاره کمېشن غواړي؟: سپریم کورټ


د پاناما کېس پلټنو په اړه د سپریم کورټ پنځه کسیزه بېنچ له سیاسي ګوندونو نه د یو حاضر سروس جج په مشرۍ کې د یو کمیشن جوړولو لپاره سپارښتونه غوښتې دي.

دا کمیشن به د هغو تورونو پلټنې کوي چې په عدالت کې په دایر کړل شويو درخواستونو کې شامل ول.

د پاناما اسنادو کېس پلټنو لپاره پاکستان تحریک انصاف، جماعت اسلامي، عوامي مسلم لیګ او طارق سعید اېډوکېټ درخواستونه په سپریم کورټ کې جمع کړي ول.

پاکستان تحریک انصاف د کمیشن جوړولو په اړه د مشاورت لپاره له عدالت نه د یوې ورځې وخت اخستې دې.

د شورو په ورځ د اوریدنې پرمهال د سپریم کورټ چیف جسټس انور ظهیر جمالي وېنا وه چې دا کمیشن به له هرې ادارې نه مالومات ترلاسه کولای شي او ورته به ټول اختیارات حاصل وي.

تر دې وړاندې د عدالت لخوا وکیلانو ته وویل شولچې د خپلو فریقېنو نه تپوس وکړي چې د معاملې په اړه کمیشن جوړ کړل شي که څنګه.

د پاکستان تحریک انصاف وکیل نعیم بخاري د مشاورت لپاره وخت وغوښتو چې وروسته عدالت تر جمعې پورې اوریدنه وځنډوله.

تر اوریدنې پس له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شاه محمود قریشي وویل چې وفاقي حکومت د عدالت د دریو پوښتنو جواب په ورکولو کې پاتې راغلې دې.

نوموړي وویل:

((زموږ لخوا هم تورونه دي او د هغوی لخوا هم. عدالت په دې نتیجه رسیدلې او غواړي چې د سپریم کورټ یو حاضر سروس جج په مشري کې یو کمیشن جوړ کړل شي او حقایق د پنځه کسیزه بېنچ مخې ته کېږدي. بیا د هغو حقایقو په رڼا کې به(عدالت) خپله فېصله ورکوي چې ایا وزیراعظم نوازشریف بې ګناه دې او که ګناه ګار ؟))

د شورو په ورځپه سپریم کورټ کې حکومتي وکیل لخوا د وزیراعظم لور مریم نواز د خرچې او جایداد په اړه اسناد ورکړل شول. په دغو اسنادو کې د هغې زرعي امدني یویشت لکه او سفري اخراجات پنځه دیرش لکه ښودل شوي دي.

د واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند غړې او د انفارمېشن ټېکنالوجې وزیرې انوشا رحمان مطبوعاتو ته وویل چې د دسمبر پر اوومهپه عدالت کې د مریم نواز ټول اخراجات او د ټېکس تفصیل وړاندې کړل شو:

(( مریم نواز د خپلو اخراجاتو لپاره په خپل پلار انحصار نه کوي. د هغې د ټېکس جمع کړل شوي اسناد ښايي چې د هغې خپل وسایل دي، د هغې امدن شته او یوه خودمختاره ښځه ده))

عدالت د وزير اعظم له وکيل نه د دریو سوالونو جواب غوښتې وو، وړمبې دا چې د وزير اعظم بچو له هېواده بهر کمپنۍ څنګه جوړې کړي؟ دوېم دا چې ایاهغوی هغه وخت د وزير اعظم په خرچه ژوند کولو؟ او درېم د بهر ملکي کمپنیو په اړه وزير اعظم په خپلو تقريرونو کې رېښتيا ويلي دي او که درواغ؟

XS
SM
MD
LG