د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي ګوندونو د لږکيو خونديديتوب قانون ختمولو غوښتنه کړې


سيند اسمبلۍ د لږکيو خونديتوب قانون د نومبر پر ۲۴ م نېټه منظور کړی وو چې له مخې به يې هر هغه چا ته لږ تر لږ پنځه کاله يا عمر بند سزا ورکول کېږي چې يو بل څوک په زوره مذهب بدلولو ته اړ کړي.

په سيند صوبه کې مذهبي سياسي ګوندونو دهړکه ورکړې، که صوبايي حکومت د مذهب بدلولو قانون په ۱۵ ورځو کې وانخست نو اسمبلۍ به محاصره کړي.

د سېشنبې په ورځ په کراچۍ پريس کلب کې د جمیعت علما اسلام لخوا په رابلل شوي ټول ګونديزه کانفرنس کې د لږکيو خونديتوب قانون غیر اسلامي و بلل شو.

سيند اسمبلۍ دغه قانون د نومبر پر ۲۴ م نېټه منظور کړی وو چې له مخې به يې هر هغه چا ته لږ تر لږ پنځه کاله يا عمر بند سزا ورکول کېږي چې يو بل څوک په زوره مذهب بدلولو ته اړ کړي.

صوبايي حکومت دي په ۱۵ ورځو کې د لږکیو خونديتوب قانون بېرته واخلي. ټول ګونديزه کانفرنس

ددې ترڅنګ قانون ماشومانو ته د مذهب بدلولو اجازه نه ورکوي.

د قانون پر ضد کانفرنس کې د مسلم ليګ نواز ډلې په ګډون نورو مذهبي ګوندونو او سازمانونو ګډون وکړ او د راتلونکې جمعې په ورځ يې د احتجاج اعلان هم وکړ.

د جمیعت علما اسلام د سيند سيکټر راشد سومرو د ګډې اعلاميې د اعلان پروخت وويل، صوبايي حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکوي چې قانون بېرته واخلي او که داسي و نه کړي نو د احتجاج په توګه به اسمبلۍ محاصره وکړي.

سيند د پاکستان هغه صوبه چې په کې هندوان او نور مذهبي لږکي په لوی شمېر کې ژوند کوي او مذهبي مشران يې تل شکايت کوي چې د دوی خلک په زوره مذهب بدلولو ته اړ کېږي.

پيپلز ګوند او متحده قامي موومنټ په قانون کې د ترميم هيڅ اراده نه لري. رميش کمار

دغو اندېښنو ته په پام سره واکمن پيپلز ګوند او نورو پارټيانو په ګډه د لږکيو خونديتوب قانون منظور کړ.

د پاکستان هندو کونسل مشر رميش کمار د چارشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د ټول ګونديزې غونډې پر ګډون والو نيوکې وکړې او وې ويل چې دوی د هېواد هويت ته زيان رسوي.

هغه زياته کړه، پيپلز ګوند او متحده قامي موومنټ په قانون کې د ترميم هيڅ اراده نه لري.

XS
SM
MD
LG