د لاسرسي ځای

سپریم کورټ د پاناما اسنادو اورېدنه پیل کړه


د سېشنبې ورځ په سپریم کورټ کې د چیف جسټس انور ظهیر جمالي په مشرۍ پنځه کسیزه بېنچ د دپانامه اسنادو په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه۔

د اوریدنې په وخت سپريم کورټ د وزير اعظم نواز شريف د وکيل نه د دریو سوالونو ځوابونه غوښتي دي. عدالت پوښتنه کړی ده چې د وزير اعظم اولاد له هیواده بهر کمپنۍ څنګه جوړی کړی؟ دوېم دا آیا هغوي هاغه وخت د وزير اعظم په خرڅ ژوند کولو؟ او درېم دا چې آیا د آف شور کمپنو په اړه وزير اعظم په خپلو تقريرونو کې رېښتيا ويلي دي او که دروغ؟

د اورېدنې پر وخت د جماعت اسلامي وکيل د کمېشن جوړولو تجويز وړاندې کړو خو په جواب کې ورته چيف جسټس وويل چې موږ ټولې لارې ځان ته مخې ته اېښې دي او که د کمېشن نه بغير د انصاف غوښتنې نه پوره کیږي نو کمېشن به ضرور جوړولې شي۔

د کېس اورېدنې وروستو د واکمن ګوند مسلم ليګ ن د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب مطبوعاتو ته وويل چې تحريک انصاف بغير د څه ثبوتونو په وزيراعظم او د هغه په کورنۍ تورونه لګولي دي خو اوس په عدالت کې ثبوتونه نشي وړاندی کولی۔

بل پلو د تحريک انصاف مشر عمران خان په خپل ځواب کې وويل چې د پاناما اسنادو په اړه د وزير اعظم او د هغه د اولادونو په بيانونو کې تضاد دی ۔

عمران خان زياته کړه چې اوس مقدمه په عدالت کې ده او په موجوده بنچ باور لري چې پریکړه به د انصاف د اصولو دلاندی وکړي.

د مقدمې اورېدنه تر سبا پوري ځنډول شوی ده . سبا به د وزیراعظم وکیل په دغه لړ کې خپل دلیلونه وړاندی کوي.

XS
SM
MD
LG