د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ځوانان خپل کلي ودانوي


د ننګرهار ولایتي ادارې د توحید ټولنيزو او پراختیايي چارو له موسسې سره د ځوانانو تړون د نوښت تر سرلیک لاندې يو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به يې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د کليوالي پرمختیا، فلاح او بهبود لپاره د ځوانانو شوراګانې جوړې شي.

د ولسوالیو په کچه د کلیوالي پرمختیا او د ستونزو د رابرڅیره کولو د ځوانانو د شوراګانو د جوړولو دغه تړون د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د والي او د توحید د ټولنيزو پراختیايي چارو موسسې تر منځ لاسلیک شو.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه تړون په هکله وویل، د شوراګانو په جوړېدو سره به کلیوال ځوانان په دې وتوانيږي چې د خپلو سيمو ستونزې رابرسېره کړي او له ولایتي ادارې سره يې شريکې کړي.

''په دې برنامه کې کلیوال ځوانان لاره پيدا کوي، چې له ولسوالیو سره ونښلول شي، له ولایت سره ونښلول شي، ځوانان په خپلو کلیوالو سيمو کې ګړندي شي، د خپل کلي په باب، د خپلې ولسوالۍ په باب، د خپل شاوخوا کليو په اړه دوی فکر وکړي، طرحې وړاندې کړي، د سيمې مشکلات رابرسېره کړي، بلاخره هغه له ولسوالۍ سره شريکې کړي او بيا په دريو میاشتو کې يو وار له ولایت سره ناسته ولري او د خپلو منطقو ستونزې له ولایت سره شريکې کړي.''

د توحید ټولنيزې پراختيايي چارې موسسې د ختيځ زون مسوول حميدالله بارکزي وویل، د کلیوالو شوراګانو غړیو او مسوولینو ته به په دوه ورځني ښوونيز سیمينار کې د مدیريت، پلان جوړونې او راپور ليکنې په برخه کې زده کړې ورکړل شي.

''د دغو ټولنې غړو او مسوولینو ته په د مديريت، پلان جوړولو، راپور ورکولو او ټولنيزو رسینو په اړه دوه ورځنۍ روزنه ورکړي. دا ټولنې به په خپلمینځ کې ازادې ټاکنې ولري چې د دې ټاکنو په ترڅ کې به هره ټولنه ځانته يو مشر، يو مرستيال او يو منشي او يو مالي مسوول ولري.''

د غنيخېلو ولسوالۍ د ځوانانو مسوول کشمير خان شینواري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی پخوا هم د خپلې سيمې د خلکو ستونزې له چارواکیو سره شريکې کړي او تر دې وروسته به د نورو ولسواليو له ځوانانو سره په همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

''موږ مخکې هم د خپلې ولسولۍ ستونزې او مشکلات له ځان سره اخیستي اول مو له ولسوال سره شريکې کړي او بيا مو له ولایتي ادارې سره شريکې کړي دي. نه ځانله د غني خيلو ولسوالي یا د شینوارو ولسوالي، موږ به د ننګرهار ټولو ولسواليو ته به سفرونه کوو، هلته به له ځوانانو سره کېنو او د اتفاق او یووالي لپاره به کار کوو.''

د ننګرهار ولایتي ادارې او د توحید ټولنيزو او پراختیايي چارو د موسسې تر منځ د دغه تړون په لومړۍ مرحله د ننګرهار په اچين، غنيخېلو، چپرهار، خوږياڼو سره رود او مومندرې ولسواليو کې د ځوانانو شوراګانې په فعالیت پیل کوي.

چارواکي وايي چې په نيږدې راتلونکي کې به د ننګرهار په نورو پاتو ولسواليو کې هم ورته شوراګانې جوړې کړي چې په دې وتوانېږي د ننګرهار ټول ځوانان د خپلو سيمو په پرمختیا کې ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG