د لاسرسي ځای

د بشري حقونو قامي کمېسیون (نېشنل کمېشن اف هیومن رایټس) اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې د ماشومانو او نرښځیانو شکنجه کولو او ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي.

د کمېشن مشر جسټس ریټایرډ علي نواز چوهان مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپله کړې غونډه کې فیصله وکړه چې یوه کړنلاره به جوړوي او خپلې سپارښتنې به حکومت ته وړاندې کوي چې پر نرښځیانو او ماشومانو د زور زیاتي، تشدد او د دوی استحصال ودرولو او دوی د حقونو ژغورنې لپاره دې قانون سازي وکړل شي.

په پېښور کې د نرښځیانو مشره فرزانه هم وايي چې د ملک په رسنیو کې تل داسې خبرونه راځي چې په فلاني ځای کې یو نرښځی ځورول شوی دی. د هغې وینا وه، که تاسو اخبارونه یا خبرونه ګورئ نو پکې ویل کېږي چې له نرښځیانو سره ظلمونه کېږي خو چېرته به پکې هم دا و -نه -ګورئ چې یو کس ته دې سزا ورکړل شوې وې نو که یو -وار دې مجرمانو ته سزا ورکړل شوه او پولیسو هم په دې کې په اخلاص سره کار وکړو نو په دې ظلمونو کې کمی راتلی شي.

"موږ خو غواړو چې زموږ حقونه خوندي کړل شي او د دې لپاره قانون سازي وکړل شي او موږ ته نوکرۍ راکړل شي او لکه د نورو پاکستانیانو په رنګ اسانۍ هم راکړل شي نو دا به زموږ لپاره ډېر لوی کار وي.''

د نرښځیانوحقونو لپاره کارکونکې یو تنظیم [ټرانس ایکشن] مشر قمر نسیم مشال راډيو ته وویل چې دا طبقه هم د دې پاکستان اوسېدونکې ده او دوی ته هم دومره حقونه ترلاسه دي څومره چې یو بل پاکستاني ته ورکړل کېږي خو دلته تر اوسه هېچا په دې اړه غور نه دی کړی. دوی ته لومړی له خپل کوره مسلې پیدا کېږي. مور او پلار يې له کوره وباسي او یا ورسره وهل ټکول کوي نو دوی له مجبورۍ له خپله کوره وتښتي. دوی په سکولونو او کالجونو کې ځای نه لري او اوس چې به کومه سرشمېرنه کېږي د هغې په فارم کې د دوی لپاره هېڅ ځای نشته نو چې دوی شمېرل کېږي نه نو مسلې به يې څنګه هوارېږي. بل دوی ته د شناختي کارډونو مسلې دي. ځینې پکې له مجبورۍ خپلځان سړی ښکاره کوي. دغه شان د دوی یوشمېر مسلې دي نو تر څو چې د دوی په مسلو په سمه توګه کار نه وي شوی دا نه ختمېږي او د دې لپاره قانون سازي ډېره ضروري ده.

یاده دې وي بل پلو یو غېر سرکاري تنظیم ایف ډي ای د نرښځیانو د تعليمي وظیفېاعلان کړیاو وايي چې کوم نرښځیان تعلیم کول غواړي او پېسې ورسره نه وي نو دوی به يې لګښت برداشتوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG