د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسيا زړه کانفرانس پر وړاندې د تنګ نظرۍ پالسۍ


د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ایشیا زړه هېوادونو په شپږمه ناسته کې افغان ولسمشر يو وار بيا پاکستان له هغو وسله والو سره په مرسته تورن کړ چې دا مهال په افغانستان کې فعاله دي.

بلخوا هندي وزيراعظم که څه هم د کوم هیواد نوم وانه خیست، خو ويې ویل چې باید نور د ترهګرو مرسته کوونکو پرضد ګام واخیستل شي.

خو د پاکستاني وزيراعظم بهرنیو چارو سلاکار بيا دغه کانفرانس ته وويل چې بايد افغانستان له داقسمه بې ځايه تورنو لګولو ډډه وکړي.

په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک وايي دا مهال په دغه سيمه کې د هېوادونو پالیسۍ دومره له تنګ نظرۍ ډکې دي چې د څه مقصد لپاره د اشيا زړه کانفرنس رابلل شوی و هغه به ترلاسه نه شي او جنګ به هم داسې روان وي:

« پکار ده چې پاکستان په افغانستان کې له بهره د حکومت تحميلولو سياست پريږدي ځکه چې دا سياست نه يواځې د افغانستان لپاره بلکې د پاکستان لپاره هم سودمند نه دی ثابت شوی، بله داچې پاکستان او هندوستان خپله شخړه افغانستان ته وېنسي او خپلې مسئلې په خپله حل کړي او چين ته پکار دي چې په دې کې د منځګړي رول ولوبوي او چې څوک پړ وي هغه ته ووايي چې داسې نور مه کوه.»

خو د کابل پوهنتون استاذ نصر الله ستانکزی وايي دا ځل دوی د اسيا زړه کانفرانس له نتيجو ډيرې تمې لري ځکه که يو خوا د دې کوربتوب هندوستان کوي نو بلخوا په سيمه او نړۍ کې هم حالات بدل شوي:

«په دې معنې چې هندوستان له افغانستان سره ستراتژېک تړون لري او د کابل او ډيلي مناسبت دا وارې سره ډيرې نږدې دي او ښيې چې هغوي هم د کنفرنس نتيجو ته ډير پام ولري، او سيمې تغير په دې معنې چې روس هم د افغانستان په چارو کې ليوالتيا او علاقه بندي لري او ترکي کې هم بدلون راغلی نو دا ټول فکر کوم په راتلونکي کې د مثبتو ټکو په توګه خپل تاثير ولري.»

ستانکزی زياتوي داسې نه ښکاري چې په نږدی راتلونکي کې پاکستان،هندوستان، ايران او چين په يوې داسې ايجنډې سره سلا شي چې له مخې يې په دغه سيمه کې ترهه ګرۍ ته د پاي ټکې کېښودل شي.

همداراز څرګندونې په لاهور کې د سيمه ييزو چارو کارپو امتياز عالم کوي خو نوموړی بيا لږ جلا نظر لري او وايي بايد چې پاکستان ،هندوستان او افغانستان د يو بل پرضد له نيابتي جګړې لاس واخلي او د وسله پرضد په ګډه سره پوځي او استخباراتي عمليات ترسره کړي :

(( بايد چې دوی د يو بل خلاف پراکسي جګړې بندې کړي، دوی د يوبل پرضد پراکسي جګړه کوي، هندوستان يې د افغانستان له لارې په پاکستان کې او پاکستان يې بيا په کشمير کې کوي، له افغانستانه پاکستاني طالبان په پاکستان کې او له پاکستانه افغان طالبان په افغاسنتان کې حملې کوي،نو ترڅو چې دې دريو واړو هېوادونو د يوبل پرضد د وسله والو مرستې نه وي بندې کړي نو تر هغو امن نه شي پرځای کېدی))

امتياز عالم زياتوي چې د پاکستان، هندوستان ، چين او افغانستان موجوده پالسېو نه وسله وال ګته پورته کوي او د لارې يې هغه اهداف نه شي ترلاسه کېدې د څه لپاره چې د اشيا زړه کانفرنس جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG