د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د معذورانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست د معلولینو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د ننګرهار چارواکو اعتراف ورکړ چې لا هم په افغانستان کې معلولینو ته خپل هغه حقونه هم نه دي ورکړل، چې په اساسي قانون کې ورته منل شوي دي.

د ډسمبر دریمه نيټه چې د معلولینو د نړیوالې ورځې سره نومول شوې، د ننګرهار د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولینو رياست د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانخله. په دغه غونډه کې د ننګرهار د بیلابیلو ولسواليو معلولینو ګډون کړی و.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولینو رييس عبدالحکيم شيرزاد په خپلو خبرو کې وویل:

(( افغان معلولینو د خپل هیواد د ازادۍ، د خپل پت او عزت د ساتلو په خاطر د څلويښتو کلونو په اوږدو د خپل بدن خواږه اندامونه نذرانه کړي او دې ټولنې ته يې نظام او ازادي راوړې ده. خو متاسفانه د دغو معلولینو اکثره خلک په بې وزلۍ، فقر او غربت کې شپې ورځې تيروي.))

د افغانستان د معلولینو د سرتاسري شورا مشر مسعود ساپي په حکومت غږ وکړ چې معلولینو ته دې خپل هغه حقوق ورکړل شي، چې په اساسي قانون کې ورته په نښه شوي دي.

(( په دولت غږ کوو چې د معلولیت لرونکو وګړو د ټولو حقوقو د تامین لپاره د هیواد د نافذه قوانیو، اسلامي ارشاداتو او هغو نړیوالو تړونونو چې افغانستان يې پلي کيدو ته ژمن دی، په رڼا کې کوټلي ګامونه پورته کړي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګردیوال د معلولینو قربانيو ته کتو سره هيله څرګنده چې راتلونکي نسلونه به په سوله او ارامۍ کې ژوند ولري.

(( زه پوهيږم چې د معلول او معیوب کورنۍ به څومره مشکل لري چې دا بیچار د مزدوري توان او وس نه ولري او بچي ترینه ډوډۍ غواړي، زه په دې پوهيږم، درک کوم او هر افغان يې درک کوي، د وطن حالات به هم په نظر کې نیسو، زموږ دښمن نه غواړي موږ ارام پريښودو ته نه پريږدي، خو موږ به ناهیلې کيږي نه، یوه ورځ راتلونکي ده چې د دغه معیوبونو، کونډو او یتیمانو دعاګانې به خدای قبولوي او راتلونکي نسلونه به مو په سوله او ارامۍ کې ژوند ولري.))


د ذکر وړ ده چې د معلولینو نړيواله ورځ په ۱۹۹۲ میلادي کال د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوه چې هر کال د ډسمبر په دريمه نيټه په نړیواله کچه نمانځل کيږي.

XS
SM
MD
LG