د لاسرسي ځای

تازه خبر

وحیده ښکلې: ښځې دې د خپلو حقونو د حاصلولو غږ اوچت کړي


Afghanistan:the gathering regarding violence against women in Maidan Wardak.02-12-2016
Afghanistan:the gathering regarding violence against women in Maidan Wardak.02-12-2016

د میدان وردکو د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، تر هغه چې ښځې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت نکړي، ښځې له شته ناخوالو، زور زیاتیو او ستونځو څخه نشي ژغورل کیدای.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د نړیوالې ورځې په اړه د ۱۶ ورځني کمپاین په یوه غونډه کې راټولې شوې وې ټينګار وکړ، تاوتریخوالی که د ښځو پر وړاندې وي او که د نارینه وو په مقابل کې اسلام دین منع کړي او باید ټولې يې په ګډه مخه ونیسي.

د میدان وردکو د ښځو چارو رييسې وحیده ښکلې مشال راډیو ته وویل، د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع د ۱۶ ورځني کمپاین موخه دا ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زور زیاتي د ناوړو اغېزو په اړه د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه جوړ شي او دواړو قشرونه د ټولنې پر وړاندې د خپلو مسوولیتونو اجراء ته وهڅول شي.

د ښځو چارو رييسه زیاتوي:((د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په اړه ۱۶ ورځنۍ کمپاین وو، دا ورځ د دسمبر تر لسمې دوام لري، اسلام تاوتریخوالي ته نه ویلي، که هغه د ښځې پر وړاندې وي او که د نارینه وو په وړاندې وي، نو تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي، لکه څنګه چې موږ وایو چې ښځه نیم نفوس ده، تر څو چې زموږ دا نیم نفوس راژوندی نشي، خپل غږ اوچت نکړي په ټولنه کې او په کورنۍ کې خپل مسوولیتونه ترسره نکړي، موږ د ستونځو څخه نشو خلاصیدای.))

د میدان وردکو په ولایت کې یوه تنه مدني فعاله انیسه امنیتي ستونځې او ځنې ناسم دودونه د ښځو د پرمختګ پر وړاندې د اساسي خنډونو په توګه بولي او وايي، تر اوسه هم په ډیریو کلیوالو سیمو کې له شپږمو ټولګیو وروسته خلک خپلې خویندې لوڼه د تعلیم دوام ته نه پریږدي.

مدني فعاله انیسه وايي:((د ښځو پر وړاندې ستونځې یو خو ناوړه رواجونه دي، بل امنیتي مشکل دي، نو ځکه نشي کولای چې په ښه ډول تعلیم ته ولاړې شي یا وظیفې اجراء کړي، ډیری کورنۍ خپلې نجونې له شپږمو ټولګیو ډېرو زده کړو ته نه پریږدي، ورته وايي چې تاسو سترې شوئ، دا خو بیا موږ ته خلک پیغور راکوي، چې د پلانکي پیغله لور یا مکتب ته ځي او یا په حکومتي ادارو کې وظیفه اجراء کوي، دا ټول مشکلات په میدان وردکو کې شته دي.))

د ډیوې په نوم یوه بله تنه مدني فعاله وايي، د میدان وردکو ډیری نجونې او ښځې د لاسي صنایعو د جوړولو قابلیتونه لري، خو لاسي صنایع يې مناسب مارکیټ نلري او یا د مالداری په ګډون نورو برخو کې د دوی د مشقت ګټه د نارینه وو جیبونو ته لویږي.

ډیوه زیاتوي، اوس ښځې او نجونې پدې پوۍ شوي، کچیرې ظلم او تاوتریخوالی ورسره کیږي، نو کومو ادارو سره دې خپلې ستونځې شریکې کړي:

((ماشاالله په میدان وردکو ولایت کې هره خور یوه مهارت لري، یا یو لاسي صنایع کولای شي جوړ کړي، خو متاسفانه د دوی تولیداتو ته پدې ولایت کې د خرڅانه مناسب مارکیټ نشته، خویندې کولای شي، د زراعت په برخه کې هم ښه رول ولوبوي، خو متاسفانه کومه خواري چې دوی پدې برخه کې کوي، ګټه يې د نارینه وو جیبونو ته ځي، همدارنګه مو ښځو ته دا زمینه مساعده کړې، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي سره مخامخیري، دوی وکولای شي، چې کوم ځای ته رسیده ګي وکړي او خپل غږ چېرته پورته کړي.))

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني وايي، د یاد ولایت په حکومتي او امنیتي ادارو کې د ښځو د ګډون ډېریدل په ظبعي توګه د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راښکته کوي.

دی زیاتوي په ولایت کې يې ښځې د تاوتریخوالي په برخه کې څرګندې ستونځې لري او که پیدا شي، بې له ځنډه به مسوولې ملکي او پوځي ادرې ورته رسیده ګي وکړي:

((د میدان وردکو د ملي پولیسو په لیکو کې، د ښځو چارو په ریاست کې ، د پوهنې په اداره کې همداراز دملي امنیت په ریاست کې فعاله ښځې او میرمنې لرو، دا په خپله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مساله ښکته کوي، زما په فکر پدې ولایت کې داسې خاص مشکلات نشته، چې ښځې دې ورسره مخامخې وي.))

په افغانستان کې د ښځو چارو وزرات له لوري د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د منع د نړیوالې ورځې په مناسبت په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوی ۱۶ ورځنۍ کمپاین پیل شوی، چې د ډسمبر تر لسمې به دوام ولري.

د ښځو چارو وزارت د چارواکو په وینا، په زوره او کم عمر کې د نجونو ودول، په بدو کې د دوی ورکول، شاقه کارونو ته د ښځو او نجونو اړ ایستل، وهل ټکول، له زده‌کړو بې‌برخې کول او نور هغه څه دي چې د هېواد په ځینو سیمو کې، ښځې او نجونې ورسره مخامخې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي چې د دوی مرکزي او ولایتي دفترونه هر کال له ښځو سره د زورزیاتي په سلګونو قضیې ثبتوي او راپور يې د حکومت اړوندو ارګانونو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG