د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسیا زړه کنفرانس هېوادونه دې افغان سوله ټینګه کړي'


په خپلو خبرو کې نفیس زکریا وویل چې د اسیازړه کانفرنس د څوارلس ملکونومشترکه ذمه واري ده چې په افغانستان کې ثبات راولي.

پاکستان وایې هند سره د تاو تریخوالې باوجود په هند کې کېدونکې د اسیازړه کانفرنس کې ګډون د افغانستان سولې لپاره کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د اسیازړه کانفرنس د تېرو کانفرنسونو یوه لړۍ ده او په دې کانفرنس کې د ګډون مقصد د سیمې امنیت ښه کول دی.

''په دې کانفرنس کې د ګډون تر شا لامل دا دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی. اسیازړه کانفرنس افغانستان په اړه دې او هم دې له وجې د دې پرته چې دا کانفرنس چرته کيږي موږ پکې ګډون کوو. زموږ ملک همېشه تدبر ښولې دې. د هند لخوا جوړ کړې شوي منفي ماحول باوجود زموږ ډله په دې کانفرنس کې ګډون لپاره روانه ده.''

د ذکر ده په نومبر کې د سارک د کانفرنس په موقع هند او افغانستان د ګډون نه انکار کړې وو.

نن سبا د پاکستان هند او افغانستان تعلقات د معمول نه دي.

د پاکستان او هند اړیکې په پولې د تاو تریخوالې له وجې متاثره شوې او افغانستان سره اړیکې سږ کال د بلوچستان په کچلاک سیمه کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د وژنې ورستو خرابې شوې وې.

په اسیازړه کانفرنس کې د پاکستان ګډون په اړه د سیمه ایزه چارو کار پوه طاهر خان وایې چې دا کانفرنس درې واړو ملکونو لپاره د اهمیت وړ دې او کوشش به دا کیږي چې په دې موقع د تعلقاتو په اړه خبرې اترې وشي.

''زما په نظر کې د دې غونډې ډېر اهمیت دې ، له وخت نه مخکې خو توقعات نه دې پکار خو د پاکستان په دې حالت کې ورتلل چې هند سره یې تعلقات کړکېچن دي او تاو تریخوالې دې ، د اهمیت وړ ښکاري. پاکستان افغانستان لپاره هم ضرور داسي څه نه څه ښایې ځکه چې هغې سره یې ځان له تعلقات خراب دي او دا سمولو لپاره ضروري ده چې کله پاکستان د سولې په غرض عملي ګامونه واخلي.''

د بهرنیو چارو کار پوهپروفېسر ډاکټر سرفراز خان په نظر د پاکستان په دې کانفرنس کې ګډون کول یوه ښه فیصله ده.

''که دا کانفرنس چېرته هم وي هلته تلل پکار دي ځکه خبره راغونډول غواړي چې په افغانستان کې امن راشي. دې کانفرنس نه د فایدې اخیستو ډېره ښه موقع ده ولې چې هند سره هم تعلقات ښه کول غواړي او افغانستان سره هم.''

یاده دې وي چې د جمعې سهار د پاکستان خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز وزیراعظم نواز شریف سره د اسیازړه کانفرنس په اړه ملاقات کړی وو چې څنګه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې عمل مخ په وړاندې تلی شي.

XS
SM
MD
LG