د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د خبریالانو دوه ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسید


د چارشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د بیلابیلو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسینو د خبریالانو لپاره هغه دوه ورځنۍ ورکشاپ چې په وسلوالو نښتو کې د ماشومانو د ساتنې تر عنوان لاندې جوړ شوی وو، پای ته ورسید.

په خوست او پکتیا ولایتونو کې د ماشومانو د محافظت او عمل کړنې شبکې همکار غلام مصطفی حیدري، چې د ورکشاپ له تابیا کوونکو څخه وو، مشال راډیو ته وویل، په یاد دوه ورځني ورکشاپ کې د خوست څلوېښتو تنو ژونالېستانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه.

د ښاغلي حیدري په وینا پدې ورکشاپ کې خبریالانو زده کړه، چې څرنګه د وسلوالو شخړو پر مهال د ماشومانو غږ او ستونځې رپوټ کړي او دوی دا مهارت ولري چې په سختو شرایطو کې هم ماشومان د مالوماتو ورکولو ته وهڅول شي.

غلام مصطفي حیدري زیاته کړه:((دا د ژورنالیستانو لپاره دوه ورځنۍ ورکشاپ وو، یواځنۍ هدف يې په وسلوالو نښتو کې د ماشومانو سره د ژورنالیستانو هغه لومړنۍ مرستې وې، چې ژورنالېستان په څه ډول جنګي حالاتو کې د ماشومانو غږ او د دوی مشکلات راپور کړي، په څه ډول د ماشوم له ژبې څخه د دوی مشکلات واوریدل شي او د دې مهارت، د دې ورکشاپ لپاره مالي مرستې د یونسیف ادارې دي.))

په خوست کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال شهزاد الله حمیدي وايي، خبریالان کولای شي، په جنګي سیمو کې د ماشومانو غږ او ستونځې د مناسبو رپوټونو، انځورونو او مرکو له لارې خپاره کړي او د جګړې ښکیلې خواوو د ماشومانو ژغورنې ته وهڅوي:((خبریالان په هغو ساحو کې چې هلته جنګ روان وي، دوی د رپوټ لپاره هلته ځي، پدې حالاتو کې طبعي ده، چې کورنۍ، ماشومان او خلک پدې جنګونو کې ښکېل وي، خبریال کولای شي، چې د غږ له لارې، د انځور له لارې هغه څه ور یاد کړي چې دوی کولای شي، د هغې په مراعتولو سره په جنګي حالاتو کې تر یوه بریده د ماشوم ژوند وژغوري.))

ازاد خبریال اسماعیل حقمل هم پدې نظر دی، چې خبریالان کولای شي، په جګړه کې ښکیلو خواوو ته د خپلو رپوټونو او انځورو د خپرولو له لارې ځني عاطفي پیغامونه ولیږدوي او هغوی دې ته متوجه کړي، چې ماشومان د دوی د جګړو قربانيان ونه ګرځي.

اسماعیل حقمل وايي:((په وسلوالو شخړو کې د ماشومانو ساتنه پدې برخه کې ژورنالیستان کولای شي، چې ډېر ښه عامه پوهاوی وکړي، هغه وسلوالې خواوې چې پدې جګړو کې ښکیلې دي، هغوی ته هم یو داسې انځور ورکړل شي، چې که دا ماشومان د دوی وای، چې په جګړه کې ښکیل دي او تلفات ورته اوړي، نو د دوی حالت به څه ډول وای.))

د ورکشاپ یو تن ترینر امیر بهیر یاد پروګرام د خبریالانو لپاره په ګټه وباله او ويې غوښتل، چې د ماشومانو د مسایلو په شان خبریالانو ته دې په ورته توګه په نورو موضوعګانو هم روزنیر ورکشاپونه جوړ شي:((ګډونوالو د دې ورکشاپ نه عظمي استفاده وکړه، موږ هم د سي پن موسسې نه دا خواهش وکړ، چې په اینده کې د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو لپاره د ژورنالیستانو لپاره یو ورکشاپ جوړ کړي، تر څو کله چې د جګړو سیمو ته ځي، له هغې نه سمه استفاده وکړي.))

د یادونې وړ ده، د بشری حقونو د څارنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې له۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسې د جګړې له امله د ماشومانو تلفات د زیاتېدو په حال کې دي.

درپوټ په حواله،په افغانستان د امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو له زیاتېدو او ډېرو سیمو ته د جګړې له پراختیا سره سږکال ډېر کوچنیان مړه او ټپیان شويدي.

XS
SM
MD
LG