د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې وزیرستانیانو ته د غلام خان لار پرانیزي


د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې د کډو واپسۍ لپاره دې غلام خان لاره پرانیزي.

دوی زیاتوي، د کډوالو ډیری کورنۍ کانتینري یا د وېش والا ګاډي لري او غواړي، چې د پاکستان حکومت د دغو ګاډو ورتګ ته هم اجازه ورکړي، همدارنګه د دوی د کورونو سامانونو او د ودانیو ګاډرو، لرګیو او نورو توکیو د لېږد مخه دې هم نه نیسي.

د ګلان په کېمپ کې یو مشر ملک سلیم خان داوړ وايي، څو ورځې وړاندې یې د مشرانو ۳۲ کسیزه جرګه د ډیورنډې کرښې پورې غاړې ته ورغلې وه او د پاکستان حکومت له چارواکیو سره يې خپلې غوښتنې شریکې کړې وې، خو تر اوسه يې ځواب ورته نه دی ورغلی.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د تېرو کړیو خبرو ګروېږنو لپاره دې د کډوالو مشرانو ته یوځل بیا د جرګې موقع ورکړل شي.

ملک سلیم خان داوړ زیاتوي:

"دوه-درې ورځې مخکې موږ د پاکستان له حکومت سره د لارې په باره کې په بانډره کې خبره شوې وه او هلته ورغلي ول، له هغوی مو غوښتنه دا ده چې موږ یوڅو خبرې سره کړې وې، خو موږ ته يې بېرته جواب نه دی راغلی، زموږ ستونزه د بې نمبرو ګاډو ده چې راسره دي، ځکه په اېجنسیو کې بې پلیټه ګاډي دي، زموږ سره دې هم هغه چلند وکړي چې د بنو له خلکو سره یې کړی وو. د پاکستان له حکومته مو بله غوښتنه دا ده، چې د جرګې موقع دې یو ځل بیا راکړل شي، چې موږ بیا له دوی سره د دې خبرې په اړه جرګه وکړو.))

د کېمپ یو بل اوسیدونکی داود جان سیدګی وايي، چې په دې کډوالتوب کې یوه-یوه کورنۍ څو-څو ځایه ویشل شوي او سره بیلې شوې دي. نو دی د افغانستان او پاکستان له دواړو حکومتونو غوښتنه کوي، چې د دوی د کورنیو یوځایوالي لپاره دې همکاري وکړي:

"زموږ د خلکو دا مشکل دی، چې دا خپل وروڼه، خویندې او د کورنۍ غړي سره بیل شوي دي، موږ د پاکستان او افغانستان له حکومتونو دا غوښتنه کوو، څرنګه چې اول يې له موږه سره کمک وکړ، له دې ځایه چې درومو، په هم هاغه امن او امان موږه ورسوي."

په ګلان کېمپ کې یو بل ځوان قومي مشر سخي نواز ملک چې خدرخېل دی وايي، دوی د میرانشاه په شان دلته خپل کورونه او سامانونه نه شي پرېښودی. دی هم غوښتنه کوي چې د دې مسلې لپاره دې یو ځل بیا جرګه جوړه شي:

"دلته مو جوماتونه جوړ دي، کوټې مو څه نا څه جوړې کړي دي، دا خو موږ فضول نشو غورځولای، موږ ته دې دا د وېش ګاډي هم خلاص شي، سامانونه دې هم خلاص شي، د لارې لپاره هم موږ ته بیا د جرګې موقع راکړئ چې بیا خبرې پرې وکړو."

یو بل تن قومي مشر هم وايي، کچیرې دا ګاډي او د کور سامانونه په خوست کې خرڅوي، نو څوک يې ورڅخه په نیمه بیه هم نه اخلي، دی هم غوښتنه کوي، چې د غلام خان په لاره دې دا هر څه ورسره پرېښودی شي:

"موږ ته دې د غلام خان لار ژر نه ژر خلاصه شي، دویم زموږ د کور ګاډي دي، زبردست تنګ یو، که هغه خرڅوو په نیمه بیه يې راڅخه اخلي، بل دې موږ ته د واپسۍ تاریخ راکړي، بله غوښتنه مو داده چې زموږ دا دومره زمانه دې بنو ته نه بیايي، موږ ته دې په میرانشاه باندې خاصه اینټرو راکړل شي."

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني د کډوالو د یادو غوښتنو په باب مشال راډیو ته وویل، چې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو بیلابیلو ادارو، دې کډوالو سره تر وسه مرستې کړي او تر څو چې دوی دلته پاتې کیږي، د امکاناتو په چوکاټ کې به ورسره مرستې دوام وکړي.

ارګونی زیاتوي:

"د خوست ځايي ادارې تر خپل وس او توانه پورې د دې کډوالو چې کوم ضرورتونه وو، د دولت لخوا نه د UN لخوا نه د UNHCR لخوا نه هغو خپلو همکاریو ته دوام ورکوو، پاتې شوه د دوی د تګ مساله، دوی خودمختاره دي، مهاجر خپل اختیار لري، که خپلې خاورې ته ځي موږ پرې خوشاله کیږو، که دلته پاتې کیږي، هغه کوم سهولتونه چې موږ ورته تهیه کړي دي، یا زموږ امکانات يې ایجابوي، اوس يې هم ورسره کوو."

د یادونې وړ ده، د خوست په ګلان کېمپ کې میشتو کډوالو دوی سره د ژمنیو توکو او د سونګ موادو د مرستې غوښتنه هم درلوده او ویل يې چې UNHCRباید د تڼیو او سپیرې په ولسوالیو کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو په شان دوی هم د ژمنیو توکو او سونګ موادو د مرستو په پلان کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG