د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرل باجوا، د پاکستان پوځ ۱۶م مشر


جنرال قمر باجوا د نهې په ورځ د پاکستان پوځ د نوي مشر په توګه خپل کار پیل کړ. د پوځ پخواني مشر جنرال راحیل شریف د پوځ د مشرۍ سمبولیکه لښته جنرال قمر باجوا ته وسپارله.

جنرال قمر باجوه د پاکستان د تاریخ ۱۶م مشر په توګه خپله دنده رسماً پیل کړه. په دغو مراسمو کې وفاقي وزیرانو، د پوځ پخوانيو مشرانو او نورو شخصیتونو هم برخه واخیسته.

په پاکستان کې د پوځ مشر انتخاب وزیراعظم کوي. بیا ولسمشر د وزیراعظم په مشوره د پوځ د نوي مشر نوم اعلانوي.

د پاکستان تاریخ ته که و کتل شي نو د پوځ ځينو مشرانو د واک تر یوې دورې زیات هم کار کړی دی.

Army chiefs pakistan
Army chiefs pakistan

د پوځ مشر بدلون ته په کتو سره پوښتنه راپورته کیږي چې نوی مشر به له کومو چیلنجونو سره مخامخ وي؟

د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر سعد محمد خان وايي د پوځ نوي مشر مخې ته په پرتو چیلنجونو کې مهم هغه یې امنیت ټینګ ساتل، له ولسي حکومت سره اړیکې او په ملک کې دننه د جهادي تنظیمونو موجودیت دي.

هغه وویل ، راحیل شریف له سیاسي مشکلاتو د ګټې اخستو کوشش و نه کړ، حالانکه د نواز شریف په حکومت کې ډېر داسې حالات راغلي وو.

په پېښور کې خبریال او کارپوه عقیل یوسفزی وايي، دا کتل مهم دي چې د پوځ نوی مشر به په پاکستان کې له ترهګرو تنظیمونو سره څه کوي؟ د نړیوالې ټولنې چې کومې غوښتنې دي، د هغې په لړ کې به څه کوي؟

نوموړي وویل چې په پاکستان کې چې د خرابې حکومتدارۍ کومې مسلې دي، په هغې کې غټ تور دا لګول کیږي چې دا ځکه نه ښه کیږي چې جمهوریت ته لاره نه ملاویږي او پوځي اسټيبلشمنټ بجټ ، یا چې کوم اختیارات پوځلري په خاصه توګه دخارجه پالیسۍله پلوه، پر هغې نظر ثاني پکار ده ، نو دا به هم د نوي پوځي مشر لپاره یو ننګونه وي.

جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ پنځم مشر دی چې نواز شریف انتخاب کړی دی.

XS
SM
MD
LG