د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر پرمختیايي پروګرامونو کې به د ولس غوښتنو ته پام کیږي


د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به نوې پرمختیايي پروژې د خلکو د غوښتنو او سلا مشورو په رڼا کې انتخابوي او اړوندو وزارتونو ته به يې د منظورۍ لپاره لیږي.

دوی وايي، دا کار يې د حکومت او ولس تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او متقابلې همکارۍ د پراختوب په موخه تر لاس لاندې نیولی دی.

د دوشنبې په ورځ په همدې موخه د خواوشا درې سوه کسانو چې په ترکیب کې يې حکومتي مامورین، قومي مخور، مدني فعالان او روڼ اندي شامل ول د لوګر د ولایت مقام لخوا د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا د نووښت پروګرام په مالي او تخینکي همکارۍ ناسته رابلل شوې وه.

پدې ناسته کې لدې سربیره چېګډونوالود نوي لمریز کال لپاره یو شمېر مشخصې برنامې او نوي لويې او وړې پروژې پیشنهاد کړې، د اتو سکتوري ادارو مسوولینو خپل کلني کاري رپوټونه هم واورول.

په لوګر کې د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا د نووښت پروګرام کارکوونکي جاوید مختار مشال راډیو ته د دې ناستې اساسي موخه د دولت سره په چارو کې د ولسي مشارکت پراخېدل یاد کړل.

جاوید مختار زیاته کړه:

((د دې پروګرام یوه موخه داوه چې خلک د دولت سره په چارو کې په ښه شکل سره مشارکت وکړي، هغه پروژې چې د ولس لخوا وړاندې شوي دي، کچیرې په پلان کې شاملې شي، ولس به په واقعي شکل سره ځان په دولت کې وویني او خپل غږ يې چې دولت ته وړاندې کړئ د هغې انعکاس به ومومي.))

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې مشر وحیدالله عبدالرحیمزی داسې برنامې چې د حکومت او خلکو د همکاریو لامل کیږي، ولس او حکومت دواړو ته په ګټې وبللې:

((به دې سره ولس په حکومت اعتماد کوي، ولس د دولت له کارونو نه خبریږي، دوی ته له وړاندې کیدونکو خدماتو څخه خبر ترلاسه کوي، بناً کله چې ولس په دولت باندې اعتماد پیدا کړي، مساييل ورسره شریک شي، دلته بیا ولس د دولت سره ډېره همکاري کوی، چې دغه همکاري هم په سیاسي برخه کې او هم په ټولنیزه برخه کې دا ډېره اثر ګزاره او اغېزناکه وي.))

مدني فعال خان ولي احمدزی په تېر کې د حکومتي پلانونو او پروژو د پلي کیدو په مخکې ځنې ستونځې لدې کبله وبللې، چې حکومت به له ولس په کې مشوره نه کوله او له همدې کبله د خلکو همکاري هم دوی سره د تمې په اندازه نه وه:

((په تېرو کلونو کې به چې ولایتي پراختیايي پلان به چې جوړیده، د ولس سره به مشوره نه کیدله، ډیری پروژې به داسې ډیزاین یدلې، چې د ولس نظر به نه وو پکې، دغه ډول پروګرامونو په جوړولو سره زه ډاډمن یم، چې د ولس ډیرې غوښتنې پدې ډول پروګرامونو کې ومنل شي، او په راتلونکې کال په پلان کې به هم ځای شي.))

د لوګر والي حلیم فدايي وايي چې دوی ته پدې ناسته کې ولسونو د نوي لمریز کال د پرمختیايي برنامو لپاره نوي پروژې پیشنهاد کړې، چې د ولایت مقام تخینکي ټیمونو له مطالې وروسته به اړوندو وزارتخانو او مرستندویه ادارو ته بیشناد شي.

د لوګر والي حلیم فدايي زیاتوي:

((د ولس څخه د ۱۳۹۶ یم کال د پرمختیايي پلان نظر غوښتنې وشوه، هغوی ټول ټال تقریباً د راتلونکې کال لپاره نوي په خواوشا کې پروژې وړاندیز کړې، چې دغه پروژې به زموږ تخنیکي ټیمونه مرور کوي او د هغوی له تخنیکي مطالعې وروسته د لومړیتوب پر اساس باندې اړوندو وزارتونو ته استول کیږي.))

د لوګر والي پدې ناسته کې د ښې حکومتوالي د منځته راتګ لپاره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته به هره ورځ د سهار له اته نیمو د غرمې تر دولسو بجو پرته له وخت اخېستلو پرته هر څو وکولای شي، چې له وخت اخیستو پرته د خپلو ستونځو د شریکولو لپاره د لوګر والي سره مخامخ کیني او خپلې ستونځې حل کړي.

د لوګر والي زیاته کړه، کوښښ کوي تر دې وروسته د ولسي همکارۍ د ډېریدو لپاره خلکو سره ورته برنامې ډېرې کړي.

XS
SM
MD
LG