د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ترهګرۍ ضد پر مبارزه ټینګار وکړ


ارګ وايي چې ولسمشر غني بلخ کې د دې ولایت له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر د بلخ ولایت له مختلفو اقشارو سره په لیدنو کې د افغان ملي پوځ د تجهیز ترڅنګ په هېواد کې له ترهګرۍ سره پر جدي مبارې او د نا امنۍ پر له‎منځه وړو تاکید کړی.

ښاغلي چخانسوري د ولسمشر د نظریاتو په اړه وویل:"د نېږدې کلونو په ترڅ کې مسلح پوځ تر پخوا ډېر تجهیز شوی او همدارنګه په اتحاد او اتفاق سره کولای شو چې د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړو."

ولسمشر غني نن سېشنبه د ۲۰۹ شاهین قول اردو له چارواکو سره هم وکتل او امنیتي چارواکو ته یې ډاډ ورکړ چې افغان ملي پوځ به په مجهزو نظامي تجهیزاتو سمبال کړي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي چې ولسمشر غني د دې شورا له غړو ته ډاډ ورکړی چې بلخ کې به د سرپرستۍ سیستم ته ډېر ژر خاتمه ورکړي.

ښاغلي حدید زیاته کړه:"دا چې ښاروال، د والي مرستیال او خپله والي بلخ کې وظیفې د سرپرستانو په توګه پر مخ بیايي؛ غوښتنه مو وکړه چې د سر پرستۍ سیسټم ختم کړي، ولسمشر غني وویل چې کابل ته له ستنېدو وروسته به ډېر ژر دا کار وکړي."

همدا اوس مهال د بلخ ښاروال، د والي مرستیال او د دې ولایت والي د سرپرستان په توګه خپلې دندې پر مخ بیايي.

د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې د هېواد ولسمشر بلخ ته په خپل سفر دا هم ویلي چې ډېر ژر به د امو سیند سواحل تحکیم کړي.

ولسمشر غني همدا راز تعهد کړی چې مزارشریف کې به د زندانیانو لپاره یو نوی محبس جوړ شي او د کود او برق فابریکه به په نوې تکنالوژۍ سمباله شي.

بلخ د ته د ولسمشر په راتګه سره د یکشنبې را پدېخوا د مزارشریف ښار لوی واټونه د ترافیکو پر مخ بند وو او خلکو ته اجازه نه ورکول کېده څو په موتړونو سره تګ راتګ وکړي، یادې مسئلې د مزارشریف ښاریان له ګن شمېر ستونزو سره مخ کړي.

د بلخ دو تنه ښاریان یې په اړه وايي:"د ولسمشر په راتګ سره لارې بندې وې، امنیتي ځواکونو سړکونه بند کړي وو، موټرونو ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله او هرڅوک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

-دوه ورځې وشوې چې لارې بندې وې، ولسمشر راغلی و خو خلک یې دلته له ستونزو سره مخ کړل، روغتون ته ورغلې لارې د خلکو پر مخ تړلې وې."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني مزار شریف ته تر راتګه مخکې تېره ورځ دوشنبه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اته مراد- اقنې د اورګاډي پټلۍ افتتاح کړه.

XS
SM
MD
LG