د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې کمپاین پیل شو


په ننګرهار کې د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي د مخنيوي په غرض شپاړس ورځنی کمپاين پیل شو. چارواکي وايي چې لا هم په لرو پرتو سيمو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.

په ننګرهار کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوی شپاړس ورځنی کمپاین د سېشنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو چې پر يو شمير دولتي چارواکو سربيره په کې د مدني ټولنو یو شمیر ښځینه او نارینه فعالانو هم ګډون کړی و.

د کمپاین پرانسته د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وکړه، نوموړي په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو غږ وکړ چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په کموالي کې پوره ونډه واخلي.

(( د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي کې د شپاړس ورځني کمپاین پيل دی او په دغو شپاړس ورځو کې به ټول هغه دولتي او غیر دولتي ادارې په دې باندې کار کوي چې څنګه وکولای شي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.))

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشره انیسه عمراني وايي چې لا هم په ليرو پرتو ولسواليو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، نوموړي په دیني عالمانو غږ وکړ چې خلک د منابرو له لارې د ښځو په حقونو وپوهوي.

(( دغه کمپاین به په مرکز او ولسواليو کې تر سره کيږي، موږ په دې اړه يو کميسیون جوړ کړی چې دولتي او غیر دولتي ادارې په کې دي او هغه سیمې چې نا امنه دي، د حج او اوقافو دا دنده ده چې په لیرو پرتو سيمو کې د منابرو له لارې د ښځو شرعي او اسلامي حقونو باندې خلک وپوهوي. تر څو وکولای شو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او دغې شومې پديدي کلتور بدل کړو.))
د ننګرهار د حج، اوقافو او ارشاد رييس مولوی عبدالظاهر حقاني وايي چې دوی د ټولو ولسواليو ملا امامانو ته رسمي مکتوبونه لیږلي چې د منابرو له لارې خلک د ښځو په حقونو وپوهوي.


(( موږ د ولسواليو مدیریتونو ته مکتوبونه ليږلي او په دیني عالمانو ته مې په میاشتینيو غونډو کې خطبې ورکړي چې د ښځو د حقوقو په رابطه عامه پوهاوي وکړي.))

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې د دوی ریاست سره په تيرو نهو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي اتیا قضیې ثبت شوي چې د تير کال په نسبت په دوه برابره جوړيږي.

XS
SM
MD
LG