د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وفاقي حکومت دې پر اقتصادي راهدارۍ ځان سپین کړي'


د ګل په ورځ د قامي مالياتي کمېشن غونډه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ کې په اسلام آباد کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو د کمېشن غړیو ګډون وکړ.

تر غونډې وروستو په اېن اېف سي اېوارډ کې د خېبر پښتونخوا غړي پروفېسر ابراهيم مشال رېډيو ته وويل چې د اېن اېف سي اېوارډ په نننۍ غونډه کې د څلورو واړو صوبو لخوا په مختلفو راپورونو د خبرو علاوه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په سي پېک منصوبې هم خپلې اندېښنې وړاندې کړې.

نوموړي وویل چې په غونډه کې وفاقي حکومت ته وويل شول چې یادې صوبې دې پروژې په اړه تشويش لري نو حکومت دې په اړه تحفظات ختم کړي.

پروفېسر ابراهيم زياته کړه چې په راتلونکې غونډه کې به د خېبر پښتونخوا امنيتي فنډ زياتولو او سي پېک یو ځل بیا د اېجنډې برخه جوړوي.

تر غونډې ورستو مطبوعاتو سره په خبرو کې د خزانې وزير اسحاق ډار وويل چې قامي مالياتي کمېشن اېوارډ په حقله به په متفقه توګه فيصله کوي۔ د يو سوال په ځواب کې اسحاق ډار وويل چې په آئيني توګه کمېشن کې د ېوې صوبې برخه هم نه شي کمېدلی.

اسحاق ډار وينا وه چي په ملک کې روان ترهه ګرۍ لپاره ځان د سيکيورټي فنډزجوړولو تجويز هم په غونډه کې رامخې ته شوي چې په راتلونکې غونډه کې به پرې بحث کېږي.

"وفاقي حکومت یعني زما ډويویژن دا تجويز وړاندې کړی دی چې څومره زياته خرچه کېږي د امنيت پحقله، نو په ملک کې دې قامي امنيتي فنډ جوړ کړل شي او هغه شان درې فيصده دې کېښودې شي او هغه دې صرف او صرف په قامي سلامتۍ خرچ کړې کېږي."

د وفاقي وزير په وینا د حتمي راپور تر راتللو پس به د اېن اېف سي بله غونډه د دسمبر په درېمه هفته کې رابلل شوې او امکان يې څرګند کړ چې مهمې فيصلې به پکې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG