د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د ماشومانو د فلمونو نندارتون پای ته ورسېد


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په لاهور کې د ډنمارک د یو کلتوري مرکز په مرسته، د ماشومانو د فلمونو نړیوال سیمینار د خالي په ورځ پای ته ورسېد.

په دغه فېسټیوال کې د نړۍ د ۲۶ و هیوادونو ۸۰ فلمونه نندارې ته وړاندې شول چې پکې د فرانسې، جرمني، روسیې، امریکا او اسټریلیا فلمونه هم شامل وو.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس APP لیکي چې یاد فیسټیوال ته د پاکستان د لر بر نه د ۳۸ سکولونو ۱۸۰۰۰زدکونکي د نندارې لپاره ورغلي وو.

په داسې حال کې چې د نړۍ د نورو ژبو فلم جوړونکي د ماشومانو لپاره ځانګړي فلمونه جوړوي، د پښتو فلمونو ډایریکټران ولې دا کار نه کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پښتو فلمونو یو ډایریکټر لیاقت علي مشال راډیو ته وویل:

په فرانسه کې د کان فلمونو د فیسټیوال یو انځور
په فرانسه کې د کان فلمونو د فیسټیوال یو انځور

« په یو پښتو فلم اتیا نوي لکه روپۍ مصرف راځي، نو د ماشومانو لپاره دومره پیسې څوک لګوي، که د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکې ادارې په دې لاره کې څه نوښت وکړي نو دا به ډېره ښه وي.»

د پښتو فلمونو یو بل اداکار او ډایریکټر منتظم شا هم وايي چې په پاکستان کې فلمونه یوازې د پیسو د ګټلو او زیاتولو لپاره جوړیږي، هېڅوک د معنوي ګټو په کیسه کې نه دی.

« پکار خو ده چې د ماشومانو لپاره کار وشي، هغوی ته ځانګړي فلمونه جوړ شي. پښتانه ملامته دي چې د خپلو ماشومانو د حقونو لوري ته یې هېڅ پام نه دی کړی. »

په لاهور کې پر یو دیوال د فلمونو پوسټرونه
په لاهور کې پر یو دیوال د فلمونو پوسټرونه

لیکوال او شاعر یاسین اقبال یوسفزی وايي، هوښیارو قومونو د خپلو ماشومانو د روزلو لپاره د ژوند په هر ډګر سرګرمیانې جوړې کړې دي.

« په ۲۰۱۴ م کال کې د ماشومانو لپاره په انګریزۍ ژبه ۴۰ فلمونه جوړ شوي، د پښتنو ماشومانو لپاره په تاریخ کې یو فلم نه دی جوړ شوی. »

پوهان وايي که د کلتور ادارو د پښتنو ماشومانو لپاره د فلمونو جوړولو کې د فلم جوړونکیو سره مرسته وکړه نو ښايي څه به ترېنه جوړه شي، ګینې هسې خو سودم ته شین دی.

XS
SM
MD
LG