د لاسرسي ځای

تازه خبر

زهرا یوسف: د پاکستان ادارې د واحد بلوڅ په اړه مالومات نه راکوي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ورک کړل شوو کسانو لپاره احتجاج کوي
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ورک کړل شوو کسانو لپاره احتجاج کوي

دا څرګندونې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وکړې.

کراچۍ: د پاکستان د بشري حقونو سازمان – هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان – وايي ، پاکستانۍ ادارې د بې درکه شوي واحد بلوڅ په اړه هیڅ مالومات نه ورکوي.

یاد سازمان ویلي چې واحد بلوڅ د ۲۰۱۶م کال د جولايي پر ۲۶مه نېټه بې درکه شوی وو چې د نومبر تر ۲۶مې نېټې لا هم هیڅ درک نشته.

دا څرګندونې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ ناوخته په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډې ته وکړې.

زهرا یوسف وویل ، د کراچۍ پر ليکوال او د بشري حقونو لپاره کارکوونکی واحد بلوچ په اړه نه تر اوسه په عدالت کې کومه مقدمه چلول شوې او نه هم د پاکستان ادارې په دې اړه مالومات وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا ، د سياسي او ڼولنیزو چارو فعالانو ، اديبانو او پوهانو د – واحد بلوڅ وژغوری – په نامه د لاسليک مهم له تېرو دوه مياشتو راهسې پېل کړی خو لا یې هم نه له عدالت او پولیسو څه مالومات ترلاسه کړي دي.

زهرا یوسف وویل ،تر دې دمه څوک دا مني هم نه چې هغه يې نيولی دی، زموږ لويه کاميابي به دا وي چې څوک دا ومني چې هو هغه نيول شوی او بيا يې عدالت ته وړاندې کړي.

د واحد بلوڅ په اړه د پاکستان د بشري حقونو د سازمان د خبري غونډې پر هغه د هغه لور هاني لوڅه او د هغه مېرمن هم موجوده وه.

د یاد سازمان د سیند څانګې مشر اسد بټ خبري غونډې ته وویل چې دوی د کراچۍ په ګډاپ تاڼه کې تر دې پېښه دوې میاشتې وروسته د واحد بلوڅ د بې درکۍ اېف ايي ار درج کړی دی او په عدالت کې يې هم درخواست ورکړی دی خو د ده په وینا ، له بده مرغه يوه اورېدنه هم نه ده شوې.

اسد بټ وویل ، په دې کېس کوم خاص پرمختګ نه دی شوی بس د اورېدنې نېټه راشي او وړاندې بله نېټه وټاکي او اوس د دسمبر د مياشتې وړومبۍ نېټه ټاکل شوې ده.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د چارواکو په وېنا چې د ايدهي فاونډېشن مشر فېصل ايدهي هم د واحد بلوچ لپاره د سند وزیراعلی مراد علي شاه ته لیک استولی او هغه ورسره د د مرستې ژمنه کړې ده.

واحد بلوچ د کراچۍ لياري سيمې اوسېدونکی دی چې د ښار په سول روغتون کې يې خپله دنده هم کوله.

د واحد بلوڅ د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی د جولاي پر ۲۶مه له حېدراباده کراچۍ ته پر لاره نامالومه کسانو له موټره کښته کړی وو او تر اوسه یې هیڅ درک نشته.

د هغه لور هاني بلوڅه وايي چې پلار به يې د اردو او بلوڅي ژبې خدمت کاوی، د دې ژبو کتابونه به يې چاپول او نور ورته د هغه د کوم جرم په اړه هېڅ مالومات نشته.

د واحد بلوڅ په اړه داسې هم ویل کېږي چې هغه به په بلوچستان کې د ورک کړل شوو بلوڅانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د فعال سازمان په غونډو کې هم برخه اخیسته.

XS
SM
MD
LG