د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ ممکنه مشر، د ټاکنې معيارونه او طريقه کار


ټاکل شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف کاري موده به د نومبر پر ۲۹ م نېټه پای ته ورسېږي.

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف به ډېر ژر نوی پوځي مشر اعلانوي.

د جنرال راحيل شریف د کاري مودې غځولو په اړه ګنګوسې هغه وخت له منځه ولاړې کله چې څو ورځې وړاندې د پوځ اطلاعاتو څانګې ای ايس پی ار په لاهور کې د راحيل شريف د پوځيانو يوې غونډې ته د وينا جزيات خپاره کړل.

په خبر پاڼه کې د جنرال راحيل شريف وينا ته د “ خدای په امان” وینا ويل شوې وه.

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف به ډېر ژر نوی پوځي مشر اعلانوي.
د پاکستان لومړی وزير نواز شريف به ډېر ژر نوی پوځي مشر اعلانوي.

تر دې وړاندې د پاکستان په رسنيو او سياسي ګوندونو کې د نوي مشر د ټاکنې په اړه تاوده بحثونه روان وو.

د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی بريګېډېير سعد محمدخان وايي، د نوي پوځي مشر لپاره دا وخت د چيف اف جنرل سټاف ليفټيننټ جنرال زبير حيات، د ملتان کور کمانډر ليفټيننټ جنرال اشفاق نديم احمد، د بهاولپور کورکمانډر ليفټيننټ جنرال جاويد اقبال رامدې او ليفټيننټ جنرل قمر جاويد باجوه نومونه لومړي وزير نواز شريف ته استول شوي دي.

که څه هم د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره زياته کاري موده او تجربه په پام کې نيول کېږي خو ريټايرډ ليفټيننټ جنرل طلعت مسعود وايي، څو ځله داسې شوي چې کاري موده او تجربه له پامه غورځول شوې ده.

دده په خبره جنرال ضياوالحق، جنرال مشرف او خپله جنرال راحيل شريف کمه کاري موده درلوده خو د وخت لومړي وزيرانو دوی په خپله خوښه د پوځ مشران و ټاکل.

که څه هم د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره زياته کاري موده او تجربه په پام کې نيول کېږي خوريټاير جنرل طلعت مسعود وايي، څو ځله داسې شوي چې کاري موده او تجربه له پامه غورځول شوې ده.

په داسې حال کې چې د نواز شريف په واک کې د پاته کېدو موده لا هم پاتې ده نو دې ته په پام سره سعد محمد خان وايي، نوموړی به هڅه وکړي چې داسي کس و ټاکي چې په راتلونکې کې ورته سياسي تاوان و نه رسوي.

د پاکستان پر کورنيو او بهرنيو تګلارو د پوځ نفوذ ډېر زيات دی نو ځکه ځينې کارپوهان فکر کوي چې ښايې نواز شريف د جنرال راحيل شريف نومول شوی کس د هغه د ځای ناستي په توګه و ټاکي خو د جنرال طلعت مسعود دا خبره بې ځایه ګڼي.

نوموړی وايي، دپاکستان په سياست کې دا يوازينۍ موقع وي چې وزیراعظم د پوځ د مشر له نفوذه ازاد وي او د نوي پوځي مشر د ټاکلو په فيصله کې خپلواک وي.

XS
SM
MD
LG