د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هلته د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوله


افغان کډوال
افغان کډوال

افغان کډوالو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل چې یاد حکومت باید دوی ته د ستنېدو لپاره اوږد وخت ورکړي.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت ویلي دي په ملک کې د مېشت افغان کډوالو د اېسارتیا موده يي نوره هم وغځوله چې دوي په سمه توګه خپل وطن ته ستانه شي.

دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د وزیر اعظم نوازشریف په مشرۍ کې د وفاقي کابینې په غونډه کې وشوه.

تر یاده غونډه وروسته د کابینې غړې مریم اورنګزیب رسنیو ته وویل چې د افغان كډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا مودې غځولو پرېکړه وشوه او هغوی اوس کولای شي چې د راتلونکي کال تر پایه په پاکستان کې پاتې شي.

افغان کډوالو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل چې یاد حکومت باید دوی ته د ستنېدو لپاره اوږد وخت ورکړي.

د صوابۍ د کډوالو د کېمپ ملک محمدا ګل وویل ، په دوو ، درو او یا اتو میاشتو څه نه کېږي ، پکار ده چې تر ۲۰۲۲م یا تر ۲۰۲۵م کال پورې دوی ته وخت ورکړل شي.

د هري پور کېمپ ستانکزی بهیر وايي ، که موږ یې دلته پرېښودو نو ډېره به ښه وي هغه ځکه چې له دې خاورې سره مو یو تړون جوړ شوی دی.

هغه وویل چې که مو بیا هم باسي نو په کار ده چې د هر څه را غونډولو لپاره لږ تر لږه دوه یا درې کاله وخت ورکړل شي.

بل پلو په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي ،پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره - یو این ایچ سي آر – پر دې خبره رضا شوي دي چې د ژمي په موسم کې به له پاکستانه د افغان ګډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دا خبره په کابل کې د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند نادر فرهاد د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وکړه.

هغه وویل ، د دې به ګټه دا وي چې د ژمې په دې موده کې افغانستان وار له مخه هیواد ته له ستنو شوو خلکو سره مرسې وکړي.

د نادر فرهاد په وینا ، د ژمي په هم دې درو میاشتو کې به دوی له نړیوالو څخه د دې لپاره د مرستو زمینه برابره کړي چې د افغانانو خپل هیواد ته د ستنېدو او له هغوی سره د مرستو ستونزه پرې هواره کړي.

نوموړی زیاتوي چې افغان حکومت لا تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی خو د کډوالو د ستونزو د هواري پر موضوع بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG