د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ایډیاز ۲۰۱۶ د وسلو نندارتون


د پاکستان سرکاري ميډيا د نندارتون چارواکیو له خولې وايي چې ۲۱ بهر ملکي او ۱۵۷ ملکي کمپنیانو خپل جنګي سامان نندارې ته وړاندې کړی چې د نومبر تر پينځويشتمې نېټې به دوام ولري.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په سېشنبه/نهې د کراچۍ ښار په اېکسپو مرکز کې د جنګي سامانونو څلور ورځنی نندارتون پرانستلو. "وسله د امن لپاره" تر سرلیک لاندې په دغه نندارتون کې د نړۍ ۲۱ او د پاکستان ۱۵۷ کمپنيانو خپل جنګي سامان نندارې ته ايښي دي.

د پرانستې دستورې ته په وینا کې نوازشريف وویل چې پاکستان د نړۍ له هېڅ یوه هېواد سره د وسلو سيالي نه کوي خو د خپلې دفاع لپاره جنګي سامان جوړولو کې هم مخ پر وړاندې روان دی.

''پاکستان پر دې کلک ولاړ دی چې په منطقه کې د وسلې ځغل ملګرتيا و نه کړي بلکې د امن لپاره د وسلو مرسته کوي. پاکستان د ښه وسلې په جوړولو کې مخ پر وړاندې روان دی نو ځکه په دې موقع زه وايم چې نړۍ دې هم له پاکستان سره کاروباري اړيکې نورې ښه کړي."

د وزیر اعظم په خبره د پروسږ کال په پرتله سږ کال د ترهه ګرۍ پېښې کمې شوي دي چې له کبله یې په هېواد کې پانګونه (سرمايه کاري) په زیاتېدو ده او پاکستان په معاشي توګه د ښه والي پر لور روان دی.

په نندارتون کې لکزمبرګ، ډېنمارک، بېلاروس، پولېنډ، چېک جمهوریت، سویټزرلېنډ، بېلجیيم، نایجېريا او رومانيا په وړومبي ځل ګډون کوي.

تمه کیږي چې په دغه نندارتون کې به پاکستان له بيلا بيلو شرکتونو سره په ۱۴ لوظنامو لاسليک وکړي.

XS
SM
MD
LG