د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا سلګونو ښونکیو ته روزنیز ورکشاپونه جوړیږي


د پکتیکا ښونکي په ورکشاپونو کې ګډون کوي.
د پکتیکا ښونکي په ورکشاپونو کې ګډون کوي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د شاوخوا زرو ښوونکو لپاره ورکشاپونه جوړوي، تر څو ښوونکي د دې وړتیا پیدا کړي چې د خپلو زده کوونکو ورځنۍ ارزونه وکړي او د زده کوونکو د پوهې د کچې سره برابر تدریس پرمخ بوځي.

یاد پروګرام چې په پنځو پړاونو کې دا ښوونکي تر خپل پوښښ لاندې راولي، له مخکې د دوی د روزنې لپاره یو شمېر ځايي ټرېنرانو ته زده کړې ورکړل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دې ورکشاپونو د پیلیدو په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې د دې مهارتونو د زده کړې اهمیت په دې کې دی، چې ښوونکی د خپلو زده کوونکو ښوونیزه وړتیا مالومولی شي.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

(( دا دوه ورځني ټرینیګونه دي، په دې کې ۱۰۳۹ ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي، ښوونکي يې د پکتیکا د دارالمعلمن استادان دي، چې په دې برخه کې یې وار له مخه روزنه لیدلې ده، دوی به په دې ورکشاپونو کې هغه تجربې چې اخیستي دي، نورو ښوونکو سره شریکوي.))

د پکتیکا د پوهنې سرپرست رييس محمدنسیم واجد وايي، چې پدې پروګرامونو کې به د مرکزښوونکو سربیره د ټولو ولسوالیو د ښوونکو ظرفیت لوړونې ته هم پام وشي او په پروګرام کې به برخه واخلي.

محمدنسیم واجد وړاندې وايي:

(( په تېرو څو ورځو کې د ۸۵۰ کسانو لپاره سیمنارونه جوړ شول، د هغې سلسلې په تعقیب نن یو بل پروګرام روان دی.په پنځو پړاونو کې به دا سیمنارونه سرته رسیږي او د پکتیکا د مختلفو ولسوالیو ښوونکي به پکې ګډون کوي))

په پکتیکا کې کتونکي په دې باور دي، چې په یاد ولایت کې د ښوونیز بهیر په اندازه د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو ته هم ضرورت شته.

XS
SM
MD
LG