د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بډایه او غریبې سیمې درته معلومې دي؟


په پاکستان کې یوه ناداره کورنۍ په خټین کور کې ژوند کوي
په پاکستان کې یوه ناداره کورنۍ په خټین کور کې ژوند کوي

د پاکستان د پلان او پراختیا وزارت په خپل یو تازه راپور کې وايي چې په دغه هیواد كې د غربت مجموعي کچه ۳۸ اعشاريه اته (۸) فيصده ده.

په دغه راپور کې راغلي چې تر ټولو زیات غربت په بلوچستان صوبه او قبایلي سیمو کې او تر ټولو کم په پنجاب او پاکستاني غاړه کشمیر کې دی. په بلوچستان کې د غربت کچه ۷۱.۲ او په پنجاب کې ۳۱.۴ ده.

د راپور تر مخې په خېبر پښتونخوا كښې د غربت شرح ۴۹.۲، په سند كې ۴۳.۱، په ګلګت بلتستان كې ۴۳.۲، په قبایلي سیمو کې ۷۳.۷ فیصده ده.

د قبايلي چارو کارپوه ډاکټرمحب وزير وايي چې په فاټا کې د غربت غټه وجه ترهګري نه بلکه د مرکزي حکومت لخوا قبايلي سيمو ته نه پاملرنه ده.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق په ملک کې د غربت د کچې په اړه وايي چې مرکزي حکومت همېشه پنجاب او سند صوبو ته توجه ورکوي او خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې هاغه شان ترقياتي کارونه نه کوي کوم چې پکار دي نو دغه وجه ده چې په دواړو صوبو کې د غربت کچه لوړه ده.

XS
SM
MD
LG