د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ولایت ته کرنیز وسایل او ماشینونه ورکړل شول


له هغه وروسته چې د خوست د یو شمېر پخوانیو حکومتي باغونو په چاردیوالیو او په هغه کې د ودانیو په رغونه کارونه پیل شول، د یاد ولایت د کرنې ریاست سره د تراکټورونو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وشوه.

د جمعې په ورځ د خوست د کرنې رييس سمیع الله نصرت یادې ادارې ته د څلور عرادې تراکتورونو او نورو کرنیزو وسایلو د سپارلو په اړه مشال راډیو ته وویل، چې دا مرسته د دوی اړوندې ادارې او په ټوله د دې ولایت بزګرانو ته پوره ارزښت لري.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، دا تراکتورونه او نور کرنیز ماشینونه د چین هېواد د بلاعوضو مرستو یوه نمونه ده، چې پدې وروستیو کې د کرنې وزارت سره شوې ده.

سمیع الله نصرت وویل:

((دا څلور تراکټورونه د چین هېواد د هغه بالاعوضه کمک نمونه او بېلګه ده، چې د کرنې او مالدای وزرات سره يې څه موده وړاندې کړي وو، د دغه تراکټورونو سره ۱۴ مختلفې پرزې چې هغه د ځمکې هوار کاری د کښت، د لښتیو د جوړولو او بالاخره د نباتاتو د فاصلو د مراعت کولو لپاره دي، هغه موږ ته یوځای راغلي دي، البته دا وسایل د ولسوالیو لپاره هم په خدمت کې دي.))

د خوست یو تن بزګر حاجي شاولي یاده مرسته ښه وبلله، خو زیاته يې وکړه د افغانستان د کرنې سکټور ته باید پاملرنه ډېره شي، ځکه د بزګر خوارۍ د ټولنې د ټولو خلکو سترګې وي او له پیدواره يې ګټه پورته کوي.

حاجي شاوالي زیاتوي:

((دا نن تراکتور چې موږ وینو چې د چین هېواد کمک کړی ده، دا د زراعتي وسایلو یوه ښه نمونه ده، نو خدای دې وکړي چې وزرات زراعت پدې ډول وسایل نور هم پیدا کړي، که زمیندار وږی وو، نو چارواکی به وږی وي او که زمیندار په خېټه موړ وو، نو چارواکی به موړ وي.))

د خوست د کرنې رييس په یاد ولایت کې د یو شمېر نویو کرنیزو پروژو د پیلیدو خبره هم کوي او وايي، چې په څو راتلونکو ورځو کې به د یو میلیون ډالرو په ارزښت د کرنۍ او مالداري په برخو کې دوې مهمې پروژې پیل شي:

((موږ به د تراکتورونو وروسته البته په نږدې وخت کې دوه لويې پروژې چې یوه هم د سلو شنو خونو تاسیس دی چې هغه به د شپږ لکه ډالرو په اندازه ارزښت ولري دا به د مختلفو بزګرانو لپاره په بیلابیلو ولسوالیو کې وي او یو هم موږ د صحرا په باغ کې د څلور لکه ډالرو په ارزښت باندې د چرګوړو د ایستلو د ماشین افتتاح وي.))

د یادونې وړ ده، څلور لسیزې وړاندې خوست د افغانستان د مهمو کرنیزو ولایتونو څخه وو، چې د حکومت په چوکاټ کې يې د شنو میوو او همدرانګه غلو دانو ډېر پیدا وار يې درلود، خو اوسمهال د یادو ځمکو یوه لویه برخه غصب شوې او پاتو ځمکو څخه هم حکومت ته د تمې وړ پیداوار او عواید په لاس نه ورځي.

XS
SM
MD
LG