د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ښاروال له قېده خلاص شو


د کراچۍ ښاروال وسيم اختر خوا اوشا تر څلورو مياشتو قېد پس د چارشنبې په ورځ په ضمانت له جېله خوشې شو، خو عدالت پرې له هېواده بهر په تګ بندېز لګولې دی.

د چارشنبې پر مازيګر د جېل بهر له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وسيم اختر د ولس مننه وکړه او وې ویل چې د ښار د ښکلا او صفایۍ لپاره به هڅې کوي.

تر خوشې کېدو وروسته وسيم اختر د قافلې په شکل روان کړل شو خو په لاره کې د متحده قامي موومنټ پاکستان او لندن ډلو د کارکنانو ترمنځ تاوتريخوالې هم وشو چې وروسته پوليسو يو شمېر کسان ونيول.

د پنجشنبې په شپه ناوخته خبري غونډې ته د وېنا پرمهال وسيم اختر په ټولو ادارو، صوبايي او مرکزي حکومت غږ وکړ چې هغه کوششونه چې د پاکستان تر ټولو لوی ښار لپاره دوی کول غواړي باېد چې ورته پرېښودل شي.

((زموږ حق بايد موږ ته راکړل شي او دا حق موږ د خپل کور سمولو لپاره نه بلکې د کراچۍ ښار د ښه کولو لپاره غواړو. زه دا پېغام تر اسلام اباده او پنډۍ ورکول غواړم چې بس دی،ډېر خراب او تراخه حالات په دې ښار تېر شول،دا ښار ټول ملک چلوي))

په کراچۍ کې مېشت خبريال او شنونکی علي ارقم په دې نظر دی چې په موجوده وخت کې ښاروال يا له ښاري حکومت سره کوم واک نشته او ټول اختيار صوبايي حکومت له ځان سره ساتلې نو داسې نه ویني چې د وسيم اختر د بنده راوتل به کوم بدلون رواستل شي.

((اوس چې کوم مقامي حکومتونه جوړ شوي نو د کراچۍ تر ټولو زياته ګټه وره ضلع له اېم کيو اېم سره نشته، پر مغربي ضلعه هم په اسلام اباد هائيکورټ کې مقدمه روانه ده، نو مطلب چې هغه ضلع هم ورسره نشته.نو دا چې له دوی سره څه دي او څه کوي دا هر څه به يو سياسي جنګ وي او اېم کيو اېم به هڅه کوي چې د ۲۰۱۸م کالتر انتخاباتوپورې څه نه څه سرګرمي وکړي. بلهد دوی چې کومه بيانيه ده لکه د واک کمې، نو په دغه بنياد به دوی د راتلونکو ټول ټاکنو لپارهتياری کوي. په کراچۍ کې کوم ښه والی راتلل اوس هم يوه سواليه نښه ده))

وسيم اختر د وسله والو د درملنې په تور او نورو يو شمېر مقدمو کې روان کال د جولاۍ په مياشت کې نيول شوی وو او شاوخوا څلور مياشتې يې د ښار په ملير جېل کې تېرې کړې. د هغه خلاف پولیسو۳۹ مقدمې درج کړي دي.

تر دې وړاندې په ۳۸ مقدمو کې عدالت هغه ته ضمانت ورکړی وو خو په کراچۍ کې د ترهه ګرۍ د مخنيوي خصوصي عدالت د چارشنبې په ورځ د وسيم اختر په وروستۍ مقدمه کې هم ضمانت منظور کړ خوله هېواده بهر پر تللو یې بندېز لګولې دی.

XS
SM
MD
LG