د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاک - ترک تعلیمي ادارو ترکيو استادانو له پاکستانه د وتلو غږ شوی


اسلام اباد کې پاک ترک سکول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

اسلام اباد کې پاک ترک سکول

دا مهال د پاکستان په يولسو ښارونو کې ۲۵ پاک – ترک سکولونه او کالجونه چلېږي چې پکې تر يولسو زرو پورې زده کونکي تعلیم حاصلوي.

په پاکستان کې د پاک - ترک سکولونو او کالجونويو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ويلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ورته حکم ورکړي چې په درو ورځو کې دننه دې هغه ترکي ښوونکي دې د خپلو کورنيو له غړيو سره یوځای ووځي چې په یادو سکولونو کې یې دنده ترسره کوله.

دغه چارواکې زیاتوي چې په یادو سکولونو کې له ترکیې سره اړه لرونکيو استادانو شمېره ۱۰۸ تنه ده او د کورنيو د نورو غړيو په شمول یې دا شميره نېږدې څلور نيمو سوو ته رسېږي.

د دغه چارواکي له وينا سره سم د دغو استادانو او د هغوی د کورنيو غړيو د ويزو مودې غځولو ټول درخواستونه د کورنيو چارو وزارات رد کړي دي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پاک -ترک ښوونځيو او کالجونو استادانو او شاګردانو د حکومتي پرېکړې پرضد بیا بیا لاریونونه او احتجاجونه هم کړي دي.

کوټه کې د پاک – ترک ښوونځيو زده کوونکیو لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د پېښور پوهنتون پخوانی وايس چانسلر ډاکټر قبله آیاز وايي، په ترکي له ډېرې مودې راهیسې سیاسی کړکېچ روان دی او بايد حکومت د دغه ادارو له چارواکیو سره دا مسله څېړلې وی او دومره زغرده یې پريکړه نه وی کړې.

فتح الله ګولېن
فتح الله ګولېن

دغه سکولونه يوه ترکي تنظيم ګولېن قايم کړي دي چې مشر فتح الله ګولېن یې د ترکيې اوسني حکومت له سیاسي مخالیفینو ګڼل کېږي. نوموړی دا مهال په امریکا کې جلاوطنه دی او په دا نيږدو کې د ولسمشر رجب طیب اردوان پرضد د ناکامې پوځي کودتا تور د ترکیې حکومت پر ګولېن لګوي او د استنبول حکومت یوڅو مياشتې مخکې په رسمي توګه له پاکستانه د دغو سکولونو تړلو خواست کړی وو.

ترکی ولسمشر رجب طیب اردوان
ترکی ولسمشر رجب طیب اردوان

له پاکستانه د پاک – ترک تعلیمي ادارو د استادوانو اېستلو پرېکړه په دا سې حال کې مخې ته راغلې چې د ترکې ولسمشر رجب طيب اردوغان اسلام آباد ته په يو رسمي سفر رسېدلی دی.

یادګېرنه: د پاکستان کورنيو چارو وزارت مشال راډيو ته په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG