د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د جاپان په مرسته د اوبو رسولو کانال جوړيږي


د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د جاپان په مرسته د څه باندې درې میلیونو ډالرو په ارزښت د مروارید دوه په نوم د اوبو رسولو يو کانال او استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو.

د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د جاپان په مرسته د څه باندې درې میلیونو ډالرو په ارزښت د مروارید دوه په نوم د اوبو رسولو يو کانال او استنادي دیوال د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو.

د ننګرهار چارواکي وايي چې ددې سربند په جوړیدو سره به د خیوې ولسوالۍ د څلور کلیو څه باندې اتلس سوه کناله ځمکه خړوبه شي.

د جاپان جایکا موسسې په په مالي مرسته د ننګرهار په خيوې ولسوالۍ کې د سربند د جوړیدو قرارداد د چارشنبې په ورځ د ننګرهار د والي او د یادې موسسې د مشر تر منځ لاسلیک شو.


د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې موقع خبریالانو سره په خبرو کې وویل، له دغه کانال په جوړیدو څخه به د څلورو کلیو اته ویشت زره کورنۍ مستفدې شي.

(( د دغې پروژې ارزښت درې میلونه او درې سوه زره امریکايي ډالره دی. دا پروژه د دوست هیواد جاپان يا جایکا موسسې په مالي لګښت سره تر سره کيږي. د دې کانال څخه به د خيوې ولسوالۍ د څلورو کلیو خلک چې اته ویشت زره کورنۍ دي، مستفیدې شي. یو استنادي دیوال هم دی چې څلور اعشاریه نهه کیلو میتره به وي، هغه هم جوړيږي. له دغه کانال څخه به ۱۸۵۰ کناله ځمکه خړوبيږي.))

په ننګرهار کې د جایکا موسسې مشر ناکامورا په خپلو خبرو کې وویل، دوی هڅه کوي چې د ننګرهار په ولایت د کانالونو په جوړیدو سره سرسبزه کړي.

(( ننګرهار ته اوس کمکونه په کار دي. وچکالي زیاته شوې ده. له پاکستان نه مهاجرین په ګڼ شمير کې راستنیږي، نفوذ زیات شوی، اوبه نشته، کارونه نه شته، جنجالونه هم زیات شوي، ډیر خارجیان تښتیدلي، لږ پاتې دي. ارزو لرم چې داسې کارونه نور هم زیات شي او د ټول ننګرهار د شین کیدو کوشش به کوم.))

یاده دې وي چې د جاپان هیواد په مرسته تر دې وړاندې په خیوې او بهسودو ولسواليو کې دوه کانالونه، استنادي دیوالونه او او يو پارک هم جوړ شوی او د مروارید دوه په نوم چې قرارداد يې لاسلیک شو، د څلورو کلونو په دوران کې به جوړيږي چې د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ د څلورو کلیو کچړې، کوټۍ، تاران او بیلې خلک به ترې مستفید شي.

XS
SM
MD
LG