د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو بند شناختي کارډونه دې جاري کړل شي


یو شمېر سياسي ګوندونه وايي چې د پاکستان وفاقي حکومت د تصدیقولو په نامه په ټول ملک کې د پښتنو په لکونه شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې پکې له عام ولس سره سره سرکاري کارکوونکي هم شامل دي. دوی زیاتوي که حکومت ژر تر ژره شناختي کارډونه ازاد نکړل نو په راتلونکې کې به د نادرا دفترونو مخې ته احتجاجي مظاهرې شورو کړي.

د جماعت اسلامي ګوند امير سراج الحق مشال رېډيو ته وويل چې د شناختي کارډونو قامي ادارې نادرا د داخله چارو وزارت په وېنا د درېو لکو پورې د پښتنو شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې پکې د عامو خلکو نه علاوه سرکاري ملازمين هم شامل دي.

د نوموړي وېنا وه چې د بلاک کارډونو لوجې دا پښتانه د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي دوي نه خو پاسپورټونه جوړولې شي او نه د ملک نه باهر تللې شي نو د حکومته غوښتنه کوو چې زر تر زره دې یو مېکانزم جوړ کړي او چې د چا کارډونه په غلطۍ سره بلاک کړې شوي دي نو هغه دې آزاد کړي،

د سراج الحق وېنا وه چې د ېو شمېر قبايلي سيمو او سېدونکو شناختي کارډونه د افغان کډوالو په شک کې بند کړې شوي دي نو که حکومت دې کارډونو ازادولو لپاره عملي ګامونه پورته نکړل نو په راتلونکي کې به د نادرا دفترونو مخې ته احتجاجي مظاهرې شورو کړي،

د ذکر ده چې په دې وروستیو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم د پښتنو د شناختي کارډونو بلاکېدو پرضد اواز پورته کړی وو او له حکومته يې غوښتلي وو چې پښتانه دې د تصدیق په نوم نه ځوروي،

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخواملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وویل چې د تصديق په نامه نادرا د پښتنو شناختي کارډونه بلاکوي او دا سلسله له درو کالو راهیسې روانه ده او تر دې دمه حکومت د دوه نيمو لکو نه زیات د پښتنو شناختي کارډونه بلاک کړي دي،

د نوموړي وېنا وه چې ګوند يې څو وارې د داخله وزارت او نادرا چارواکو سره مجلسونه کړي دي او ېو وارې بيا به ورسره دې لړ کې خبرې کوي چې د پښتنو بلاک شناختي کارډونه دې ازاد کړي،

یاده دې وي چې د سږني کال د جولايي میاشتې له لومړۍ نېټې حکومت په پاکستان کې د ټولو خلکو د شناختي کارډونو د بیا تصدیقولولړۍ پیل کړې او وایي له دغه نېټې وروستو په سونو افغان کډوالو په رضاکارانه توګه خپل شناختي کارډونه حکومت ته بیرته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG