د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو مقدمې اورېدنه وځنډوله


د باکستان سپریم کورټ
د باکستان سپریم کورټ

د وزير اعظم نواز شريف د بچو لخوا اسناد جسټس اکرم شيخ وړاندې کړي دي په کوم کې چې د وزير اعظم د ټيکسونو ، مځکو او کارخانو په اړه تفصیل وړاندې شوی دی.

اسلام اباد: د پاکستان په سپریم کورټ کې د پاناما اسنادو په مقدمه کې د وزير اعظم نواز شریفد بچو لخوا اسنادي ثبوتونه وړاندي کړل شوي دي.

د وزير اعظم نواز شريف د بچو لخوا اسناد جسټس اکرم شيخ وړاندې کړي دي په کوم کې چې د وزير اعظم د ټيکسونو ، مځکو او کارخانو په اړه تفصیل وړاندې شوی دی.

د یادو اسنادو له مخې ، د وزير اعظم زوی حسين نواز د يادو کمپنیو مالک دی خو د وزير اعظم لور مريم نواز د نيلسن او نيسکول کمپنو مالکه نه بلکې د هغوی مرستياله ده.

جسټس اکرم شيخ د قطر شهزاده حماد بن جاسم لخوا يو لیک هم په عدالت کې وړاندې کړی دی.

په دې لیک کې شهزاده حماد بن جاسم کښلي چې د هغه کورنۍ په دوبۍ کې د مل په لګولو کې د وزير اعظم نواز شریف له پلار مياںمحمد شريف سره په سرمايه کارۍ کې مرستې کړې وې.

جسټس اکرم شيخ ویلي ، له پاکستانه یوه پېسه هم بهر نه ده تللې د کوم تور چې پر نواز شریف لګول کېږي.

د دې مقدمې اورېدنه د سېشنبې په ورځ چيف جسټس انور ظهير جمالي په مشرۍ کې پنځه کسيز بنچ وکړه.

چيف جسټس انور ظهير جمالي د اوريدنې پر وخت وویل چې له دواړو غاړو څخه د اسنادي ثبوتونه غوښتنه شوې وه چې هغوی وړاندې کړي دي.

د هغه په وینا ، له يوې خوا اووه سوه او له بلې خوا شپاړس سوه اسناد جمع کړې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی غوښت د دې ثبوتونو تر جاج اخيستو ورستو ژر تر ژره د مقدمې پرېکړه وکړي خو داسې ونه شو.

چيف جسټس زياته کړې چې د دې اسنادو د کره والي مالومولو لپاره لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت په کار دی.

جسټس عظمت سعيد پر دې مهال په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان تحريک انصاف لخوا جمع کړل شوي اسناد له پاناما سره هيڅ تړاو نه لري.

هغه ویلي ، تحریک انصاف په دې اسنادي ثبوتونو کې اخباري ټوټې هم جمع کړې دي د کوم پر اساس چې چا ته سزا نشي ورکول کېدای.

د جسټس عظمت سعید په وینا ، دا یوازې د عدالت وخت ضایع کول دي.

د تحريک انصاف د وکيل لخوا د وخت پر اخيستو سپريم کورټ د کېس اوريدنه د پنجشنبې تر ورځې یانې ۱۷م نومبره ځنډولې ده.

بل پلو په هم دې سپریم کورټ کې د مسلم لیګ نواز ډلې له خوا د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان او جنرل سيکرټري جهانګير ترين خلاف د وړاندې کړل شوو درخواستونو اورېدنه وشوه.

د تحریک انصاف جنرل سیکرټري جهانګیر ترین د ځواب جمع کولو لپاره له یاد عدالت څخه د یوې اونۍ وخت غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG