د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ناروغۍ کې به مې د پلار ټپې اورېدې: عرفان کمال


د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د مردان نومیالي سندرغاړي ارواښاد فضل ربي استاد پر هنر او ژوند د هغه له زوی عرفان کمال سره خبرې کړې دي.

کمال وايي، د پلار هنر ورباندې ډېر اغېز کړی وو او چې دی وړوکی او ناروغه به وو نو د پلار ټپې به یې اورېدې. دی وايي، فضل ربي استاد غوښتل چې په بچیو کې یې یو ښه هنرمند شي.

کمال وايي، استاد فضل ربي یوازې موسیقار نه وو بلکې خطاط هم وو، نجار یا کارپېنټر او د برقي الاتو مرمت کار یې هم زده وو. دی وايي، نیکه یې د پلار د موسیقۍ شوق دومره مخالف وو چې د فضل ربي استاد سېتار یې د هغه په ملا مات کړی وو.

کمال وايي، پلار یې غوښتل چې دی د چاربیتې په ویلو کې نوم پیدا کړي. دی وايي، چاربیته دومره ګران صنف دی چې هره تبله غږوونکی ورسره تبله هم نشي غږولای.

د نوموړي خبرې، د استاد ربي او د کمال سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د فضل ربي استاد هنر او ژوند
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG