د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسي جرګې دوه نور وزیران له دندو لرې کړل


پراګ - د افغانستان ولسي جرګې په خپلې دوهمې استېضاحیه غونډه کې ​د کابینې دوه نور وزیران هم له خپلو وزارتونو لری کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د مالیې، پوهنې او ترانسپورټ وزیران د ولسي جرګې د یکشنبې د ورځې په استېضاحیه غونده کې ګډون وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې غونډې ته حاضر نه شول.

د دغې جرګې غړو د یکشنبې په ورځ د مالیې، پوهنې او ترانسپورټ وزیرانو په غیاب کې د رایو صندقونه کېښودل او دوه وزیران له خپلو وزارتونو لرې کړل شول او یوه وزیر د اعماد رایې خپلې کړې.

په دغه غونډه کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ټراسپورټ وزیر محمدالله بتاش سلب صلاحیت شول، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته د پارلمان غړو د اعتماد رایه ورکړه.

بلخوا له دې وړاندې افغان ولسمشر د کابینې د نورو دریو غړیو له خپلو وزارتونو د لرې کولو په اړه جدي غبرګون ښودلی وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د کابینې د دریو غړیو د استیضاح او سلب صلاحیت کولو په غبرګون ویلي چې د کابینې د غړیو بدلون اوس وخت ډېر ګران تمامیږي.

افغان ولسمشر د ولسي جرګې له اداري پلاوي او ځینو غړیو سره د نومبر پر ۱۲مه په ارګ ماڼۍ کې کتلي دي او د ولسي جرګې د یادې پرېکړې په وړاندې یې د حکومت د اعتراض لپاره ډېر دلایل بیان کړي دي.

له دې ډلې ((د غیر اختیاري بودیجې په برخه کې د واک محدودیت، وظیفوي مداخلې، د قراردادونو لاس په لاس کېدل او د کابینې د غړیو د کار ناوخته پیل)) هغه څه بلل شوي چې له امله یې د بودیجې په مصرف کې خنډ رامنځته کړی دی.

ولسمشر له ولسي جرګې غوښتي چې اجازه ورکړي څو "کابینه چې اوس په پښو دریدلې نوره هم قوي شي او د کابینې مسوولیت د یوه وزیر په توګه نه بلکې د ټولې کابینې په توګه په پوره وضاحت سره راتلونکې بودیجه کې شامل شي."

جمهور رییس د ولسي جرګې غړیو ته ویلي چې د بودیجې د لګښت ستونزه ډېر پرمختللي هېوادونه هم لري او دا ډېره ستونزمنه ده چې د کابینې غړي بدل شي او هر څه له سره پیل کړای شي.

د ولسي جرګې له اداري پلاوي او ځینو غړیو سره افغان ولسمشر وروسته له هغه ولیدل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ او د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخیل د انکشافي بودیجې د لږ مصرف په خاطر له خپلو څوکېو لرې کړل شول.

ارګ ماڼۍ د شنبې پر ماښام هم د ولسي جرګې د یادې پرېکړې په غبرګون د کابینې د وزیرانو په ځانګړي ډول د د بهرنیو چارو وزیر د استیضاح دلایل ناموجه ګڼلي و.

په یوه بیان کې چې ارګ ماڼۍ په همدې اړه خپور کړی و ویلي و چې ولسي جرګه د وزیرانو له خوا د بودیجې د مصرف په اړه بشپړ معلومات نه لري نو د کافي معلوماتو تر وړاندې کولو د وزیرانو له خپلو وزارتونو د لرې کولو پروسه ځنډیږي.

د شنبې پر شپه په دې لیدنه کې د افغان حکومت اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله، د کابینې غړي، د ولسي جرګې اداري پلاوی او ځینې غړي شامل و.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې تازه غبرګون هم واخلو خو په دې اړه د ولسي جرګې د کمیسیونونو ریسانو چې له ولسمشر سره د لیدنې لپاره ور بلل شوي و له څه ویلو ډډه وکړه.

اخوا د جمعیت اسلامي ګوند رهبري شورا تازه په یوه اعلامیه کې د صلاح الدین رباني استیضاح او سلب صلاحیت کول ناسم کار او د مشخصو کړیو سیاسي هڅه بللې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي د جمعیت ګوند د ملي یووالي حکومت د یوه اصلي تشکیلوونکي لوري په توګه وضعیت څاري او له قضیو سره سم به د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره لازمې پرېکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG