د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه اروپا ته تلونکې ۱۲ زره کسان پر ایرانۍ پوله نیول شوي


د پاکستان قامي تحقیقاتي ادارې اېف ای اې په وینا چې سږ کال اروپا ته د روزګار لپاره په ناقانونه توګه هڅه کونکې دوولس زره کسان د ایران پر پوله نیول شوي دي.

په کوټه کې د پاکستان قامي تحقیقاتي ادارې مرستیال ډایرېکټر سلطان خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، پاکستان حکومت په ټول ملک او په خاصه توګه په پنجاب کې اتیا فیصده انساني سمګلران هم نیولي دي او د پرضد یې په عدالتونو کې کاروایي هم روانه ده.

ده وویل چې له ۲۰۰۲ م کاله تر ۲۰۰۷ م پورې د ښځو قاچاق به کېدو چې اوس بند شوی خو نن هم د بلوچستان له لیرې پرتو سیمو ماشومان عرب ملکونو ته د روزګار په غرض د خپلو خپلوانو په مرضۍ سمګل کېږي.

سلطان خان اپرېدی زیاتوي د غربت له وجې روزګار لپاره یورپ ته تلونکې خلک په غېر قانوي توګه د ايران له لارې ترکي او بیا د کشتیو په ذریعه یونان ته ځان رسوي خو اوس د ایران لخوا پر پوله سخت انتظامات شوي دي چې له وجې یې خلک ونیول شي.

"حکومت د دې مخنیوي لپاره ډېر اقدامات کړي دي. په تفتان ، ګوادر او تربت کې یې ورتهتاڼې جوړې کړې دي خو چونکې سمګلران مختلفې طریقې او حربې کاروي او دوی په کچه لارو له یوه ځایه بل ځای ته ځي خو موږ هم ورته اقدامات اوچت کړي دي."

بهر ملکونو ته په غېر قانوني توګه تللې یا په انساني سمګلنګ کې نېول شوې خلکو ته قانوني مرستې ورکونکې اداره انصار برني ټرسټ وایې چې اېف ایې اې لخوا نېول شوې کسانو شمېر خو زموږ مخې ته دې خو اېران ، ترکي ، لیبیا او د سیریا د لارې تللې خلکو شمېر د دې نه څو چنده سېوا دې.

د انصار برني ټرسټ په وېنا چې په دې ورستیو کې یې په غېر قانوني توګه سعودي عرب ته تللې درې کسان واپس راوستې دي.

د یاد ټرسټ مشر انصار برني مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې عرب ملکونو په جېلونو کې د پاکستاني سړو په نسبت د ښځو شمېر زیات دې او دوي سره ماشومان هم دي.

د نوموړي په وېنا چې نوي فیصده ښځې د نشیي توکو په وړولو کې داسي نېول شوې چې یا خو دا نشيې مواد د هغې په بکسونو یا یې په څپلو وغېره کې نېول شوي او دوي کې داسي ښځې هم وي چې هغې د عمرې په بهانه بیول شوې وي.

"دا چې کوم انساني سمګلنګ دې نو دا دومره ډېر سېوا شوې او د ټولو زیاته مسله موږ ته د هاغه ځوانانو جینکو راروانه ده چې دلته ورله دهوکه ورکړې شي چې تاسو ته به هلته د استازې کار یا د خلکو په کورونو کې کار درکړې کیږي خو چې کله دوی هلته ورسي نو هغوي سره جنسي تېرې کیږي او بیا هغي سره بله لار نه وي او هم دا کار کوي نو دا شمېره سېوا کیږي او دې لړ کې څوک توجو نه ورکوي. دلته هر تن په سیاست کې لګیا دي.''

پاکستان کې انساني سمګلنګ مخنیوي لپاره د کال ۲۰۰۲ قانون خو شته خو د کارپوهانو په نظر چې د پاکستان سیاسي مشرولې اصل مسلې اړخ ته پام نه ورکوي چې ولې خلک د روزګار په غرض بهر ملکونو ته قاچاق کیږي؟

XS
SM
MD
LG