د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخالف ګوندونه: د ډان راپور دې په متقاعد جج نه پلټل کېږي


د ډان ورځپاڼې خبريال سيرل الميډا
د ډان ورځپاڼې خبريال سيرل الميډا

د پاکستان اپوزيشن ګوندونه وايي چې حکومت ډان ورځپاڼې کې خپور شوي خبر په پلټنو کې سنجيده نه دی نو ځکه د کمېټۍ مشر د های کورټ یو متقاعد جج ټاکي. دوی زیاتوي که حکومت په پلټنو کې لېواله وی نو د سپريم کورټ یوه اوسني جج په مشرۍ کې دې کمېټۍ جوړه کړي او زر تر زره دې پلټنې هم شورو کړي.

د ذکر ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان د خالي ورځ وویلي ول چې د قامي سلامتۍ کمېټۍ خبر پلټنو لپاره به د های کورټ يو متقاعد جج په مشرۍ کې کمېټۍ جوړوي او وزيراعظم نواز شريف به نن د ګل په ورځ د کمېټۍ غړي ټاکي.

د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ استازی حامد الحق وايي چې حکومت خو پلټنې کول نه غوښتل خو تر ډېر فشار ورستو ېې اعلان وکړو چې د های کورټ متقاعد جج په مشرۍ به کمېټي جوړوي چې دوی یې نه مني.

د ذکر ده چې د پاکستان یو خبريال سيرل الميډا د تېرې مياشتې پر شپږمه نېټه د پاکستان په انګرېزې ورځپاڼې (ډان) کې د پاکستان ملي امنيت شورا غونډې په اړه یو راپور خپور کړی و چې پکې ېې ليکلي ول، ولسي چارواکیو د هېواد پوځي مشرانو ته ويلي ول، هېواد یې په نړيواله کچه د يوازېتوب خوا ته روان دی نو پکار ده چې په هېواد کې د ناقانونه ګرځول شویو سختدريځو ډلو پرضد کاروايي وکړل شي.

د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي چې دا د قامي سلامتۍ معامله ده نو کمېټۍ دې د سپريم کورټ یو اوسني جج په مشرۍ کې جوړه کړل شي چې بې پلوه پلټنې وکړي.

خو د مسلم ليګ ن اتحادي ګوند جميعت علماء اسلام سېنېټر حافظ حمد الله وايي، د اېبټ آباد پېښې پلټنو لپاره د یو متقاعد جج په مشرۍ کې کمېشن جوړېدلی شي نو د دې خبر پلټنو لپاره ولې نه شي جوړېدلی.

د يادونې ده چې د دې راپور تر خپرېدو ورستو د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د اطلاعاتو وزير سېنټر پروېز رشيد په اکتوبر مياشت له خپلې دندې ليرې کړی وو.

د وزيراعظم له دفتره جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ول چې د راپور خپرېدو په اړه تر دې دمه راټول شوي شواهد ښيي چې د اطلاعاتو وزير په دې لړ کې غفلت کړی نو په دې اساس نوموړي ته د خپلې دندې پرېښودو ويل شوي دي.

XS
SM
MD
LG