د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پولیسو د بیلابیلو جرمونو په تور کسان نیولي


د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دوه کسان يې د قتل او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي دي.

دوی زیاتوي، په وروستیو دوه اونیو کې ۴۵ کړۍ بیلابیل ماینونه چې د وسلوالو مخالفینو لخوا د لویو لارو په اوږدو او د خلکو د ګڼه ګوڼې په سیمو کې ځای پر ځای شوي ول، هم کشف او شنډ شوي دي.

د یکشنبې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې یو کسد مخکینۍ اطلاع پر اساس داسې مهال د پولیسو لخوا د خپل ګاډي سره یو ځای لاس په لاس ونیول شو، چې لس یو کیلويي خلطې چرس يې لېږدول.

جنرال غیرت زیاته کړه، پولیسو د خپلو اپراتیفي او کشفي هڅو په نتیجه کې هغه کس هم نیولی، چې یوه اونۍ مخکې د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو قومي مشر د وژنې په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې وو.

د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه:

((پولیس وتوانیدل چې د مخنیکي اطلاع پر اساس یو کس قاچاقبر چې د مخدره موادو کاروبار يې کولو او ده سره لس کیلو چرس په یو عراده موټر کې موجود ول، پولیسو ونیول همدارنګه زموږ یو مشر او سپین ږیری په تېره هفته کې په قتل ورسیده، خوشبختانه د پولیسو د اپراتیفي او کشفي کار په نتیجه کې هغه هم ونیول شو.))

خوست امنیه قوماندان دا هم وویل، چې په وروستیو دوه اونیو کې ۴۵ حلقې بیلابیل ماینونه چې ډیری يې د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي ول کشف او شنډ کړي دي:

((کوم ړانده ماینونه چې د مخالفینو لخوا ځای پر ځای کیږي، اکثره وخت په کې زموږ بیګناه ملکي وګړي، ماشومان او تور سرې شهیدانیږي، موږ پدې دوه هفتو کې تقریباً ۴۵ مختلف النوع حلقې ماینونه کشف کړي یا مو ځای په ځای شنډ کړي دي انفجار مو ورکړی دی، یا مو خنثی کړي او قرارګاه ته مو انتقال کړي دي.))

د خوست امنیتي چارواکي داسې مهال د دوو دستګیریو او د وسلوالو له لوري د ګڼو ماینونو د کشف او شنډولو په باب خبره کوي، چې د تیرې شنبې په ورځ د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ولسي پولیسو په نوم یو شمېر قومي شوراګانو په فعالیت پیل وکړ.

د یادو شوراګانو مسوولینو ویلي ول، چې د دوی په سیمو کې به د مشکوکو فعالیتونو او ترهګریزو کړنو په باب امنیتي ادارو ته د خبرونې همدارنګه د مخدره توکو د استعمال او قاچاقو په مخینوي کې د پولیسو سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

XS
SM
MD
LG