د کندز د والي مطبوعاتي دفتر مشر اسماعیل تېره شپه د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې د مرکزي حکومت پلاوی په داسې حال کې کندز ته راځي چې محلي ادارې لا دمخه د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
((دا چې د مرکزي حکومت په پلاوي کې د کومو ارګانونو استازي شامل دي تر اوسه يې په اړه معلومات نه لرو، خو موږ د ولایت په سطحه د دې موضوع د وضاحت لپاره د ملي امنیت، پوځي څارنوالۍ او نورو چارواکو یو ګډ پلاوی ټاکلی دی.))
د کندز ښار په بُز کندهاري سیمه کې د پنجشنبې د شپې د هوايي برید په نتیجه کې د مرګ ژوبلې د وروستۍ شمېرې په اړه د دې ولایت د امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ مشال راډیو ته وویل چې په دې حمله کې ۳۱ ملکي وګړي، درې افغان سرتېري او د دولت ۲۶ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
نوموړي هم تائید کړه چې د مرکزي حکومت پلټونکی پلاوی نن کندز ته رسېږي.
"یو دری یا څلور نفري پلاوی دی کېداشي نن شنبې کندز ته راشي"
په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د کندز د پېښې په اړه لا د دوی معلومات بشپړ شوي نه دي او د تل په شان په دې هوايي حمله کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه لازمه پلټنه کوي.
د یوناما ویاند فلیب سموکر د مشال افغان څانګې ته وویل،
((موږ په دې اړه اوس څه نشو ویلی، دا یوه پېچلې موضوع ده او موږ لا هیڅ ډول تحقیقات بشپړ کړي نه دي، زه نشم کولی اوس پرې تبصره وکړم))
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر هم وايي، له ۲۰۰۱میلادي کال راهیسې په دې هېواد کې ملکي وګړي د جګړو او تاوتریخوالي قربانیان دي او څه چې دا کمېسیون کولی شي هغه د دغه شان پېښو غندنه ده.
مېرمن سمر وايي، د ملکیانو وژنه چې د جګړې د هر لوري لخوا وي، له بشري حقونوسرغړونه ده.
((په جنګ کې له ښکېلو خواو څخه مو تل غوښتي چې د ملکیانو څخه د سپر په توګه استفاده ونه کړي، تر څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي، زموږ په نظر دا پېښه د بشري حقونو څخه یوه ډېره جدي سرغړونه ده او د جګړې له قوانینو سره په مخالفیت کې ده))