د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنيف اتمر: پاکستان دې شربت ګله خوشې کړي


د افغانستان ملي امنیت سلاکار ويلي ، د شربت ګلې د خلاصون خبره د افغان حکومت لپاره ډېره مهمه ده او پاکستان بايد په دې اړه د افغان ملت په احساساتو ځان پوه کړي.

د افغانستان د ملي امنيت مطبوعاتو څانګې په يوه بيان کې ويلي، محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له پاکستاني سفير سید ابرار حسین سره وليدل او ورسره يې د شربت ګلې د خلاصون موضوع بحث کړه.

د ملي امنيت خبر پاڼه زياتوي، پاکستاني سفیر حنيف اتمر ته ډاډ ورکړ چې د افغان حکومت غوښتنه به له خپلو چارواکیو سره شريکه کړي.

پر شربت ګلې تور دی چې د پاکستان شناختي کارټ يې په ټګۍ ترلاسه کړی دی.
پر شربت ګلې تور دی چې د پاکستان شناختي کارټ يې په ټګۍ ترلاسه کړی دی.

​نوموړي دا هم وويل چې د شربت ګلې روغتيا اور درملنې ته به خاصه پاملرنه کوي.

د شربت ګلې وکيلان وايي چې هغه ناروغه ده او د پېښور په يوه روغتون کې بستر ده.

د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.

شربت ګلې چې د نېشنل جیوګرافیک ګڼه کې یې د جاذبو شنو سترګو یو تصویر له چاپېدو وروسته جهاني نوم وموند یوڅو ورځې وړاندې په پېښور کې فېډرالي پلټونکې ادارې (اېف ای اې) چارواکو په دې تور ونیوله چې هغې په ټګۍ د پاکستان شناختي کارډ جوړ کړی دی او په ناقانونه توګه په دغه ملک کې اوسېږي.

د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال هیله ښودلې وه چې شربت ګله به ژر په ضمانت خوشې کړل شي. خو په پېښور کې د خصوصي عدالت ججې فرح جمشېد د هغې د ضمانت لپاره کړی درخواست و نه مانه.

د خصوصي عدالت پرېکړې په غبرګون کې د شربت ګلې وکیل محسن داوړ وویل، د عدالت دلیل دا وو چې هغې په ټګۍ د پاکستان شناختي کارډ جوړ کړی او په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېدله نو ځکه یې د هغې د ضمانت لپاره ورکړی درخواست رد کړ.

په پېښور کې د افغانستان قونصلګرۍ یوه چارواکي عبدالحمید جلیلي مشال راډیو ته وویل، دوی به د شربت ګلې په ضمانت خوشېکېدو لپاره د پاکستان های کورټ ته ځي.

XS
SM
MD
LG