د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو ستونزې


خوست میشتي وزیرستاني کډوال وايي، د کرښې پورې غاړه د پاکستان حکومت د کډوالو ستیدنې لپاره اسانیتاوې برابرې کړي او یواځې د افغان حکومت موافقې ته په تمه دي.

د خوست ګربزو ولسوالۍ په ګلان پنډغالي کې میشت د وزیرستانیو کډوالو مشران او سپین ږیري وايي، که افغان حکومت د غلام خان په لار ورته له خپلې غاړې د تېرېدو لارې چارې برابرې کړي، نو دوی حاضر دي، چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

بل لوري ته په خوست کې ځايي چارواکي وايي، چې د کډوالو د بېرته ستنیدو په اړه د افغان حکومت پالیسي روښانه ده، هغه دا چې که کډوال وغواړي په دوطلب ډول خپلو سیمو ته ستانه شي، نو ځايي ملکي او پوځي ادارې به دوی لپاره تر پولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او عام خلک به يې د خپلو وروڼو په شان لار ملتیا وکړي.

په ګلان کې کېمپ کې ملک سلیم خان داوړ پدې اړه مشال راډیو ته وايي:

((زه د افغانستان د حکومت نه دا غوښتنه کوم، چې دوی زموږ د خلکو لپاره په خپله خاوره کې چې کوم امنیتي چیک پوسټونه دي، یا لارې دي، چې موږ ته په امن سره او په ښه طریقې سره موږ ته دا لاره خلاصه کړي، د پاکستان حکومت د مهاجرینو لپاره د هر څه انتظامات کړي دي، خو صرف د افغانستان حکومت ته انتظار دی، چې د دوی لخوا ورته اجازت ورکړل شي، چې موږ خپل خلک پدې لاره راوغواړو.))

ملک سلیم داوړ زیاته کړه، ښايي د ځنو سیمو تر دېرش سلنې پورې کډوال په خوست کې پاتې شي، خو د پاتو کډوالو لپاره په وزیرستان کې د کډوالو سیمې د وسلوالو له شتونه پاکې شوي او دوی کولای شي، چې ورستانه شي.

د شمالي وزیرستان د مده خېلو اوسیدونکی مرالدین وزیر وايي، پاکستان دا دوه درې میاشتې دواپسۍ یوه، بله نېټه ورکوي، خو په عمل کې يې لارې بندې ساتلې دي.

مرالدین زیاتوي، دوی سره دې سیاسي چال نه کیږي او د واپسۍ دقیقه نېټه دې ورته اعلان شي:

((زموږ خلکو دلته کورونه ړنګ کړي او لمر ته ناست دي، لارې ټولې راپسې بند دي، انګورو اډه بند ده، علیزیو لاره بند ده، د شهر نو او خرلڅۍ لاره بنده ده، د تورخم لاره بنده ده، خلک ویزې لري او تګ راتګ کې يې ډېر مشکل دي، د پاکستان حکومت دې مهرباني وکړي سیاسي چال راسره نه کوي د واپسۍ تاریخ دې راته اعلان کړي.))

د خدرخېلو د قوم اوسیدونکی ملک سخي نواز هم مرالدین وزیر ته ورته نظر لري او وايي:

((د خپلو خلکو پارچې مې غلام خان ته رسولي، خو هغوی کم وخت راکړ، چې تاسو به په یوه یا دوو هفتو کې خپل وطن ته رسیږئ، خو له هغې وروسته دوه درې میاشتې وشوې، چې زموږ هېڅ پته نه لګیږي، زموږ په وطن بهادر خېلو کې ښه امنیت راغلی دی، زموږ زړه دا غواړي چې خپل وطن د غلام خان په لاره لاړ شو، موږ د پاکستان حکومت نه غواړو چې موږ سره په واپسۍ کې امداد وکړي، که موږ خپلو سیمو ته لیږي، ځو او که د بنو کمپ ته مو لیږي، بیا هم ځو، موږ انکار ندی کړی او اتلس سوه پارچې راسره دي.))

د جلندر خان په نوم د مدخوزیو اوسیدونکی د افغان حکومت غواړي، چې د دوی د کډو، څارویو، ګاډو او د کور د نورو توکو د بېرته واپسۍ لپاره نږدې لاره ورکړي او له پاکستان حکومت هم غواړي، چې کډوالو ته دې دوه ډوله ژبه نه کوي، بلکې حقیقي دې، د دوی واپسۍ ته لارې جوړې کړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د وزیرستانیو کډوالو د بېرته ستنیدو یا پاتې کېدو په باب د ځايي ادارې نظر داسې وړاندې کوي:

((موږ ژمن یو چې وزیرستاني کډوال که غواړي په خپله خوښه ستنیږي، نو تر خپلې پولې پورې به دوی لپاره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لازم سهولتونه برابروو، زموږ کشفي او امنیتي ارګانونه به د دوی په خدمت کې وي، زموږ ملکي ادارې به د دوی په خدمت کې وي، حتی زموږ عام ولس چې دوی ته يې په اولو وختونو کې زخته زیاته مینه ورکړې ده، اوس به هم دوی سره د وروڼو په څېر ځي او دوی به د وروڼو په څېر بدرګه کوي، موږ دوی سره په هره برخه کې د امکاناتو په چوکاټ کې مرستندویه یو، مرستندویه وو او مرستندویه به واوسو.))

د یادونې وړ ده، د خوست په مرکز او ولسوالیو همدارنګه د ګربزوپه ګلان کېمپ کې د وزیرستاینو کډوالو زرګونه کورنۍ میشتي دي، چې زیات شمېر يې ځانونه بایومیټرک کړي ندي او لدې کبله د ستونځو سره مخامخ دي.

سره لدې چې تر دې مهاله د پاکستان د پوځیانو لخوا د خوست سره د لږیدلو قبایلي سیمو اصلي او فرعي لارې تړلې ساتل شوي، خو افغان حکومت وايي دوی د کډوالو په دوطلبانه ډول بېرته ستنیدو کې هېڅ ډول ستونځې نلري او هغوی لپاره به د لارې په اوږدو کې د امکاناتو په کچه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG