د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په بزګرانو کې د تخمونو وېش پیل شوی


د خوست د کرهڼي رييس سمیع الله نصرت وايي د خوست د مرکز او ولسوالیو زرو کسانو بزګرانو ته د غنمو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر عملاً پیل شوی او تخمونه په ډېر مناسب وخت کې خوست ته ورغلي دي.

د خوست اړوند ولسوالیو او مرکزي اداري واحدونو د بزګرانو د کرنې او مالدارۍ ریاست لخوا د چارشنبې په ورځ د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش کمپاین پیل شو.

د کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې د خوست د کرنې رييس سمیع الله نصرت مشال راډیو ته وویل، چې دوی ته د اړوند وزارت لخوا پنځوس میټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۷۲ ټنه کیمیاوي سره رارسیدلې، چې په زرو بزګرانو يې د وېش بهیر عملاً پیل شو.

ده وویل، چې د ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو بزګرانو ته به د دوی د ادارې لخوا یاد تخمونه او سرې ولېږدول شي او هلته به په نږدې سیمو کې بزګرانو ته وویشل شي.

د خوست د کرنې رييس سږ کال د تخمونو د وېش بهیر لدې کبله اغېزمن وباله، چې تخم په مناسب وخت کې رارسیدلی او همدارنګه بزګرانو لپاره د تخم او سرو په قیمت کې پنځوس سلنه تخفیف هم پام کې نیول شوی دی.

د اړوند وزارت لخوا پنځوس میټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۷۲ ټنه کیمیاوي سره رارسیدلې، چې په زرو بزګرانو يې د وېش بهیر عملاً پیل شو. سميع الله نصرت

سمیع الله نصرت زیاته کړه چې د خوست د مرکز او ولسوالیو زرو کسانو بزګرانو ته د غنمو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر عملاً پیل شوی او تخمونه په ډېر مناسب وخت کې خوست ته ورغلي دي.

دده په وينا د نورو کلونو په پرتله يې وخت ډېر مناسب دی اوله بزګرانو هیله لري چې په مناسب وخت کې وکرل شي او ډېر ونه ځنډول شي.

سږ کال د کرنې د ادارې لخوا بزګرانو ته دوه ډوله د غنمو اصلاح شوی تخم چې یو مزار ۹۹ او بل د سولې په نوم دی وېشل کیږي.

د خوست د متون د سیمې یو تن بزګر حاجي محمدعظیم جان وايي، چې سږ کال ورته په مناسب وخت کې د غنمو تخمونه ورکول کیږي:

دده په خبره مخکې هم تخمونه او غنم ورغلي ول، مخکې به سره ورسره نه وه او په خپل وخت به هم ورتلل، داسې وخت به راغلل چې کروندې به شوې وې او خلکو به غنم کرلي وو، سږ کال د غنمو تخم او سره داوړه راغلل، سږ کال په مناسب وخت کې راغلي، ځکه چې نن سبا د غنمو د کر وخت دی.

خوست والي حکم خان حبیبي هم د اصلاح شوي تخم او سرو د وېش د کمپاین په مراسمو کې بزګرانو لپاره څرګندونې درلودې.

ده وویل، د افغانستان د وګړو نفوس هر کال 2,3% ډېریږي، خو د کرنیزو حاصلاتو په مخکې يې ستونځې په ډېریدو دي.

دده په وینا باید پر کرنیز پیدوار داسې عملیې تطبیق شي چې پیداورا ورسره ډېر شي، ځکه چې یو جریب ځمکه په منځنۍ کچه اتیا منه حاصل ورکوي، حال دا چې دا حاصلات باید دونیم ځلې زیات شي، للمي ځمکې باید اوبیزې شي او هغه ځمکې چې د سیلابونو له خطر سره مخامخې دي، د ژغورلو لارې چارې يې پیدا شي.

د افغانستان د وګړو نفوس هر کال 2,3% ډېریږي، خو د کرنیزو حاصلاتو په مخکې يې ستونځې په ډېریدو دي. حکم خان حبيبي

د خوست والي په خپلو خبرو کې کرنې ته د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ملا تېر نوم ورکړ او په سوداګرو همدارنګه پانګوالو يې غږ وکړ، چې د کرنیزو پیداوارو د ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو همدارنګه د مالدارۍ په برخه کې د شیدو، مستو، کوچو، پپنیر او نورو لبنیاتو د دسته بندۍ لپاره د پروسس مرکزونه جوړ کړي، تر څو خلک مو پدې برخه کې پر ځان بسیا شي.

XS
SM
MD
LG