د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو لپاره زموږ رای هم ضروري وه: نورین نصیر


نن راسره په پروګرام کې نورین نصیر مېلمنه ده. نورین په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو استاده ده.

نورین له قبایلي سیمې سره تعلق ساتي او په فاټا اصلاحاتو کې د ښځو د اواز او ونډې مبارزه ده. نورین په ورستیو کې د تکړه قبایلي خوېندو لخوا جوړ د فاټا اصلاحاتو په اړه د یو سیمینارګډون واله وه.

هغه د سیمې په تېره د پاکستان افغانستان د سرحدي علاقود مسلو تر څنګ په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي موضوګانو تدریسي لیکل کوي. نورین له مختلفو علومي، او مدني ټولنو سره هم تړلی ده او په ورځپاڼو کېد قبایلي سیمو، خېبر پښتونخوا او افغانستانپر مسلو مقالې لیکي.

نورین په ۲۰۱۳م کال کې په نیپال کې د سولې په اړه جوړ یو اوونیز تربیتي کورس کې ګډون کړې و. په ۲۰۱۴م کال کې هغه د امریکا بهرنیو چارو وزارتتعلیمي او کلتوري څانګې لخوا ترتیب شوی یوه دستوره کې د پښتنو د استازې په توګه ګډون کړې و.

د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

" ژر اصلاحات او د ایف سي آر خاتمه غواړو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG