د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښايي پاکستان سرکار د افغان کډوالو موده وغځوي'


د سېفران وزارت وايي سږ کال درې لکه او اووه اویا زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د سرحدونو او د قبایلي امورو وزارت (سېفران) وایې د چې افغانستان کې د ژمې د موسم له وجې پاکستان حکومت د افغان کډوالوموده په عارضی توګه غځولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو اېن اېچ سي ار په یو تجویز غور کوي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د سرحدونو او د قبایلي امورو وزارت (سېفران) د افغان امورو د څانګې ډارېکټرې فهمینه توفیق وویل چې تر مارچ میاشتې وروسته د نورو درو میاشتو موده غځولو لپاره وفاقي کابینې ته یې سمري لېږلې ده.

،، که تاسو وګورئ نو له دسمبر میاشتې تر فرورۍ میاشتې د یخ موسم له کبله د کډوالو ستنولو کې کمی راشي. نو له دې وجې د دوي د واپسې چې کوم هدف موږ اېښې وو کېدای شي هاغه پوره نشي. لارې بندې شي ، واوره و اورېږي او د کډوالو لپاره له خپلو کورنې سره تلل ګران شي نو د دې په شاه منظر کې کېداې شي چې حکومت د دې د اوسېدو موده نوره هم درې میاشتې زیاته کړي،،

د سېفران د وزارت مالوماتو ترمخه چې څږ کال درې لکه او اووه اویا زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا د کال ۲۰۰۵ نه پس د افغان کډوالویوه غټه شمېره ده چې خپل وطن ته ستانه شوې دي.

یاده دې وي چې پښتنو ملتپالو ګوندوونو ، جمعیت علماء اسلام (ف) او جماعت اسلامي د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو ستنولو موده دې وغځوي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې ویانده دنیا اسلم خان وایي چې د افغان کډوالو موده غځولو په لړ کې وزیراعظم نواز شریف په هدایاتو له ټول-ګوندیزې غونډې د سپارښتونو غوښتنه شوې وه چې وزیراعظم نواز شریف ته لیږل شوې دي او د دې په اړه د فېصلې په انتظار دې.

د دې سپارښتونو په لړ کې نوموړې زیاتوي، ،،چې په پاکستان کې د افغانانو وسیدل دې په ترتیب کړې شي. هاغه افغانان چې نشې کولې واپس افغانستان ته لاړ شي چې هغوي ته نور وخت ورکړې شي. افغان زده کونکو ته په پاکستان کې د زده کونکو د وېزې بندوبست وکړې شي. کوم افغانان چې په پاکستان کې کاروبار کوي باید چې د هغې د بزنس ویزې بندوبست وکړې شي او نارجسټرډ مهاجرین دې باید رجسټرډ کړې شي،،

د ذکر ده تېره میاشت د پاکستان وفاقي کابینې د افغان کډوالود اوسېدو موده کې درې میاشتې اضافه کړې وه.

XS
SM
MD
LG