د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نشه يي توکو د مخنیوي قرارداد لاسلیک شو


د نشه يي توکو د مخنیوي قرارداد لاسلیک شو.
د نشه يي توکو د مخنیوي قرارداد لاسلیک شو.

د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو له چارواکو سره د عمل د پروګرام په بنیاد د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي يوه هوکړه لیک امضا کړ چې له مخې به يې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ګډه مبارزه کوي.

د نشه يي توکو د مخنيوي دغه هوکړه، د یکشنبې يا اتوار په ورځ د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.په دغه مطبوعاتي ناسته کې د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزي وزیرې سلامت اعظمي خبریالانو ته وویل:

(( نن موږ په هغو لارو چارو وغږیدو چې د نشه يي توکو کښت او قاچاق يې سږکال زیات کړی و.او یوې نتیجې ته ورسیدو چې موږ څنګه کولای شو چې په مشرقي ولایتونو کې د یوې همغږۍ له لارې د نشه يي توکو د کښت مخنوي وکړی شوو.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دغه مطبوعاتي ناسته کې په ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو غږ وکړ چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې له افغانستان سره لاس یو کړي.

(( د مخدره موادو کرکیله او قاچاق د ناامنیو سره مستقیماً رابطه لري. مخدره مواد یوازې افغاني پدیده نه ده، سيمه ییزه او نړیواله ده. دا ملامتي باید یوازې د افغانانو په اوږو وانه چول شي. دا مبارزه باید هم د افغانستان په سطحه، هم د سیمې په سطحه او هم د نړیوالو کچه په یوې کامله همغږۍ تر سره شي.))

د ننګرهار والي وايي هڅه به وکړي چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې لاسته راوړنې ولري.

(( په دې برخه کې سازش، له ولس سره جفا ده، له خلکو سره جفا ده او له افغانستان سره جفا ده، زه باور لرم چې د ننګرهار د ولس او مسوولینو په حمایت او ملاتړ سره سږکال او راتلونکو کلونو کې په دې برخه کې لاسته راوړنې ولرو.))

د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد وزارت د عمل پروګرام په نوم د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره پينځه کلنه ستراتيژي جوړه کړې چې له ۲۰۱۵ میلادي نه تر ۲۰۱۹ کال پورې به د نشه يي توکو کښت او قاچاق ته د پای ټکی ږدي. دغه ستراتیژي د افغانستان ولسمشر منظور کړې او د ملي یووالي حکومت اجرایه ريس د ملګرو ملتونو په اویایم کنفرانس کې تشریح کړې ده.

XS
SM
MD
LG