د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پینځه اهل تشیع وژل شوي دي


کراچۍ - د کراچۍ په ناظم اباد کې دوه وسله والو د اهل تشیع پر یوه مجلس ډزې کړې دي چې پکې د دوو ښځو په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي، پېښه د شنبې یا خالي پر ماښام شوې ده. د کراچۍ د لویدیځ زون پولیسو مشر ذوالفقار لاړک شپې مهال خبریالانو ته وویل، د برید پر وخت د اهل تشیع د ښځو مجلس روان وو:

((پر دوو موټر سایکل سپاره څلور وسله وال راغلي ول او له کوره دباندې څه کسان ناست ول، پر هغوی یې د تفنګچې (تماچې) ډزې وکړې. د ډزو په اورېدو، په مجلس کې ناستې ښځې بهر راووتې او وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې. په ډزو کې څلور کسان ووژل شول او شپږ ژوبل شول.))

لاړک وویل، دا د ترهګرۍ پېښه وه.

د کراچۍ پولیسو ویاند قمر زېب ستي د خالي او اتوار تر منځ د شپې ناوخته په بیان کې د برید ټپي شوي یوه کس د مرګ خبر ورکړ.

عیني شاهدانو رسنیو ته وویل، د مجلس پر وخت امنیتي سرتېري په سیمه کې نه ول خو د پولیسو چارواکی ذوالفقار لاړک وايي، د کورونو دننه چې مجلسونه کېږي نو دوی ته خبر نه ورکول کېږي او د دې مجلس په اړه هم ورته څه نه ول ویل شوي که نه دوی تل سرتېري استوي.

لشکر جنګوي العالمیه او تحریک طالبان پاکستان (حکیم الله مسود) دواړو د برید ذمه واري منلې.

د اکتوبر پر ۱۸مه نېټه هم د کراچۍ په لیاقت اباد کې د اهل تشیع پر یوې امام بارګاه د لاسي بم برید شوی وو چې پکې یو ماشوم وژل شوی او لږ تر لږه ۱۸ کسان ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG