د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې په بمبارۍ کې ۱۴ وسله وال وژل شوي


خبریال: روح الله انوري (ازادي راډیو)

اسعد اباد - په کونړ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې لوا ویاند جګړن شیرین اغا مشال راډیو ته وویل چې د شنبې پر شپه د نړیوالو ځواکونو جیټ او بې پیلوټه الوتکو د دانګام او غازي اباد په ولسوالیو کې څو ځایه د وسله والو مخالفینو پټنځایونه بمبار کړي چې پکې د دوه پاکستانیو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي:

((بېګا [شنبه] د نړیوالو ځواکونو الوتکو د دانګام په ولسوالۍ کې بمبار کړی چې پکې ۱۲ تنه له منځه وړي. او په غازي اباد کې بیا دوه تنه وژل شوي چې دواړه پاکستانیان ول. په دانګام کې د وژل شویو هویت لا نه دی معلوم شوی.))

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، په دانګام کې څلور او په غازي اباد کې پینځه تنه وسله وال وژل شوي او یوه اندازه وسلې يې له منځه تللي دي:

((د امنیتي ارګانونو د راپورونو پر اساس تېره ورځ [شنبه] درې نیمې بجې د غازي اباد ولسوالۍ په هیلګل دره کې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې برید کړی چې پکې يې شپږ وسله وال وژلي دي. همداراز تیره شپه د دانګام ولسوالۍ په درو نقطو کې بمبار شوی چې په نتیجه کي يې څلور وسله وال وژل شوي. یو میل ۸۲ ملي میټري توپ او یومیل دهشکه يي ویجاړه شوې ده.))

تراوسه وسله والو طالبانو د دغو هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په دانګام او غازي اباد ولسوالیو کې تر دې هوايي بریدونو مخکې، تېره اوونۍ هم بې پیلوټه الوتکې په غازي اباد ولسوالۍ کې برید کړی وو چې پکې یو شمېر وسله وال وژل شوي ول. چارواکو ویلي ول چې په هغه برید کې د القاعدې دوه عرب مشران هم وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG