د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې د افغانستان په اړه د نړۍ د دیني عالمانو کنفرنس جوړیږي

په سعودي عرب کې د افغانستان سفیر سیدجلال کریم وايي، په سعودي عرب کې د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د هغه کنفرانس په اړه په چمتوالي بوخت دي چې په کې به د نړۍ دیني عالمان د افغانستان سره په تړلو مسلو خبرې کوي .

ښاغلي کریم د جمعې په ورځ د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل :

ًپه دې کنفرانس کې د افغانستان مسله ، دغلته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مسله او د افغانستان له کړکیچ سره تړلي نورې مسلې بحث کیږي . دیني عالمان به په دې کنفرانس کې بحثونه کوي او هرې نتیجې ته چې ورسیدل هغه به وروسته اعلان شي.ً

په ریاض کې افغان سفیر سید جلال کریم زیاته کړه چې د نړۍ د دیني عالمانو دا غونډه به د اسلامي کنفرانس تر سورې لاندې د سعودي عرب په کوربه توب جوړه شي.

د ښاغلي کریم په وینا د کنفرانس په جوړیدو او همدارنګه بیلابیلو اسلامي هیوادونو کې وتلو دیني عالمانو ته د لیکونو د استولو پر مسلو موافقه شوې ده او دوی دا مهال ددې کنفرانس په تدارکاتي چارو بوخت دي .

نوموړې که څه هم ددې کنفرانس د جوړیدو دقیقه نیټه ونه ښوده خو ویې ویل دوی تمه لري چې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې په سعودي عرب کې دا کنفرانس جوړ شي .

د افغانستان په اړه د سعودي عرب د حکومت په کوربه توب د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړیدو خبره سعودي عرب ته د افغانستان د اجرایه ریس عبدالله عبدالله له وروستي سفر وروسته کیږي .

ددې سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالله له سعودي چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه چې سعودي چارواکو هم ډاډ ورکړی و .

افغان حکومت له اوږدې مودې هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د روان کړکیچ د پای ته رسولو په برخه کې د سعودي عرب د حکومت چې په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري ملاتړ راخپل کړي .

که چیرې د سعودي په کوربتوب د افغانستان د مسلې په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو دا کنفرانس جوړ شي دا به په دې بڼه لومړنۍ نړیواله غونډه چې په کې د اسلامي نړۍ دیني عالمان په افغانستان کې په روانه جګړه او وینې توییدنې خبرې کوي .

XS
SM
MD
LG