د لاسرسي ځای

تازه خبر

وژل شوي پوليس نقيب الله د واده کوټه خلاصه نکړه


د چمن ۲۵ کلن ځوان نقيب الله چې کله ووژل شو نو په جېب کې يې د هغې تالې چابۍ هم وه چې د خپل واده کوټې ته يې اچولی وه.

کله چې د بلوچستان د پوليسو مشرد ده په ګډون نورو پوليس والا ته کوټې ته د ورتګ حکم وکړ نو نقيب الله د واده لپاره د خپلې کوټې رنګولو او سینګارلو کار په نيمه کې پرېښود.

​هغه مزدروان کورونو ته ولېږل، په کوټه کې يې د پوليسو وردۍ راځوړنده کړه، نور سامانونه يې کښېښودل او دروازې ته يې تاله واچوله.

کله چې يې مشر ورور سعدالله اڅکزي دا خبره راته کوله نو هغه په هغه ځای کې پر فاتحه ناست وو چې پکې به یې يوه مياشت وروسته د نقيب الله د واده مبارکياني اخیستلې.

نن هم د وژل شوي پوليس عسکر ماجد نمبر د ناصر د ټېليفون په لسټ کې شته خو هغه په خپله د ژونديو له لسټه ووت.

له سعدالله سره جوخت د نقيب الله سخر (خوسر) هم وو چې ناست خو د زوم پر فاتحه وو خو په بله مانا د لور د کونډتوب لاسنيوه يې کوله.

د نقيب الله تيارواده تاله واله شو خو ۱۹ کلن ځوان نجيب الله بيا له مور او پلار سره د کوژدنې کولو ژمنه پوره نکړای شوه.

مور او پلار يې له کلونو راهيسې نجيب الله کوژدن ته رضا کاوه خو هغه د څوارلسم ټولګي (جماعت) پاسولو وروسته د دوی د ارمان پوره کولو ژمنه کوله.

ناصر علي د پنجګور اوسېدونکی دی. د کوټې د حملې ۱۶ مړي دې ښار ته وړل شوې دي.د ده پلار شاه ولي وايي بس ارمان په پوره کېدووو چې زوی يې و وژل شو.

په بريد کې يو زخمي شوی پوليس ناصر علي خپل درې ملګري ماجد، اشتياق او واحد په خپلو سترګو ليدلي چې وسله والو په ډزو و ويشتل او ساه يې ورکړه.

کله چې د وژل شوي پوليس مشر ورور سعدالله اڅکزي دا خبره راته کوله نو هغه په هغ ځای کې پر فاتحه ناست وو چې پکې به یې يوه مياشت وروسته د نقيب الله د واده مبارکياني اخیستلې.

په دوی کې د ناصر یو نږدې ملګری ماجد وو چې د ده کليوال هم وو. دی وايي، ماجد ډېرغريب وو. د پوليس نوکرۍ ترلاسه کولو له مخه يې تيل خرڅول او کلېنډري يې هم کړې وه خو اوس خوشاله وو چې د کور مالي حالت به يې ښه شي.

تر بريد وړاندې ناصر له خپلو ملګرو اشتياق، ماجد او شهاب سره يو ځای ناست چایڅښلو.

نن هم د ماجد نمبر د ناصر د ټېليفون په لسټ کې شته خو هغه په خپله د ژونديو له لسټه ووت.

XS
SM
MD
LG